د میدان وردګو جغتو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۸
د میدان وردګو جغتو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

 ۲۴ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت د جغتو ولسوالی یوشمېربزګران د غنمو د کرکیلې په برخه کې وروزل شول.
په دې روزنیز پروګرام کې ګډونوالو ته د غنمو کرکیلې لارې چارې په عملي او نظري ډول وښودل شوې او همدارنګه د کروندو د ښې روزنې د ګټو په اړه اړین معلومات وړاندې شول، څو بزګران وکولای شي خپلې کروندې په سمه او معیاري توګه مدیریت کړي. 
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي، چې د کروندو د اصلاح، د حاصلاتو د زیاتوالي او د معیاري بڼوالۍ د پراختیا په موخه بزګرانو او بڼوالو ته دوامداره روزنیز پروګرامونه برابر کړي، ترڅو په دې ولایت کې د عصري او معیاري کرکیلې د پراختیا لپاره زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۳۴
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم څخه د متخصصینو لیدنه؛ د غنمو اصلاح او نباتي ناروغیو پر څېړنو ټینګار وشو

د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د څېړنو لوی مدیریت په چوکاټ کې، د جوارسل څېړنیز فارم څخه د څېړنو انسټیټوټ ریاست راغلي تخنیکي پلاوي لیدنه ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۱۹
Background image

د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د رهبرۍ شورا څوارلسمه غونډه ترسره شوه

د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د رهبرۍ شورا څوارلسمه غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ د کرنې وزارت کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۶
Background image

کندهار کې ۱۲۸ زره لوی او کوچني څاروي د پرازیټونو پر ضد درمل شول

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د مالدارۍ آمریت په تخنیکي همکارۍ او د ولسوالیو د مسلکي پاراوټرانو په تطبیقي همکارۍ، د. . .

بازگشت