د اراضۍ لوی رياست لخوا د مرنجان غونډۍ سيمې د استرداد شویو کورونو د سروې چارې پیل شوې
![د اراضۍ لوی رياست لخوا د مرنجان غونډۍ سيمې د استرداد شویو کورونو د سروې چارې پیل شوې](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-06/img-20240605-wa0203.jpg)
۱۶ غبرګولی ۱۴۰۳ه.ش
۲۸ ذوالقعده ۱۴۴۵ه.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رياست د غير رسمي ښاري سيمو د ثبت رياست لخوا د مرنجان غونډۍ سيمې د استرداد شویو کورونو د سروې چارې پيل شوې.
د مرنجان غونډۍ، چې د کابل ښار په اتمه ناحيه کې پرته سيمه ده په نادر خان غونډۍ هم شهرت لري.
دکرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست د غير رسمي ښاري سيمو د ثبت رییس مولوي عبدالصمد پاڅون وويل:« د يادو استراداد شویو کورونو د سروې او ارزونې څخه وروسته به دغه امارتي جايدادونه خپلو مستحقينو ته په اجاره ورکړل شي.»
د يادونې ده، چې مخکې له دې د ننګرهار ولايت هسکې مېنې، کوټ او رودات ولسواليو کې ۸۷ زره جريبه ځمکه له غصب څخه خلاصه او په راتلونکي کې به مستحقو کسانو ته په اجاره ورکړل شي.
همدارنګه د کابل ولايت يويشتمه ناحيه او بګرامي ولسوالۍ کې چې د ملا تره خېل او منجي لخوا ۳۷ زره جريبه ځمکه غصب شوې وه وروسته له استرداد څخه یاده ځمکه خلکو ته په اجاره ورکول کېږي.