دکرنې وزیر ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو له کمپ څخه لیدنه
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې له پاکستان څخه د راستنیدونکو او کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېټې له مسوولینو سره وکتل او کډوالو ته د ملکیتونو د لېږد او د کارموندنې د طرحې د تصویب په اړه یې خبرې وکړې.
د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري په دې غونډه کې اعلان وکړ چې، د افغانستان اسلامي امارت له پاکستان څخه راستنیدونکو کډوالو لپاره د کار پیدا کولو په موخه د ملکیتونو د لېږد او د ځمکې د اجارې په پار یوه طرحه تصویب کړې، ترڅو خلک له ستونزو او کډوالۍ څخه خلاص او په عزت سره خپل هېواد ته راستون او د غوره برخلیک خاوند شي.
د دغه سفر په ترڅ کې لومړی د کرنې وزیر د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت له مسوولینو سره وکتل او د هغوی کاري راپورونه یې واورېدل.
د کرنې وزیر د بېلابېلو ادارو د استازو د فعالیتونو د راپور له اورېدو وروسته د ځمکې د اجارې او د ملکیتونو د اېږد په برخه کې د کرنې وزارت د طرحې د تصویب په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: "د کرنې وزارت کډوالو ته د کار پیدا کولو او سرپناه په موخه د ځمکې د لېږد او اجارې په موخه یوه طرحه تدوین کړې وه، چې د نظام د مشرتابه له خوا تصویب شو.، د دې طرحې یوه برخه د سرپناه لپاره د ملکیت د دایمي لېږد او د کار لپاره د ځمکې ورکول دي ترڅو خلک په دغو ځمکو کار وکړي، او دوی د یو کال لپاره له مالیاتو څخه معاف دي او له هغې وروسته به له دوی څخه مالیه اخیستل کېږي، دا اساسي چاره ده، ترڅو خلک خپل هېواد ته راستون او له کډوالۍ او بېوزلۍ څخه خلاص شي."
دکرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري دغه راز د کډوالو لنډمهال کمپ څخه هم لیدنه وکړه او د کډوالو ستونزې یې واورېدې، چې د تورخم په مؤقت کمپ کې د کډوالو په استازيتوب یوتن خبرې وکړې او د کرنې وزارت له مرستو او هلو ځلو څخه مننه او قدرداني وکړه.
د یادولو وړ ده چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري کډوالو لپاره د ملکیتونو د لېږد او اجاره ورکونې د کمیټې مشر دی، چې کډوالو لپاره د ملکیتونو د اجارې او لېږد مسولیت په غاړه لري، ترڅو کډوال په دغو ځمکو کرکېله او کار وکړي او له دې لارې د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کړي.
ددې سفر په ترڅ کې د کرنې وزیر سره، چې کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د ځمکو اجارې او لېږد د کمیټې مسوول دی، د مالیې، سوداګرۍ او صنایعو، کډوالو، ښار جوړونې او د چارو ادارې رییسانو او دغه راز د ننګرهار د کرنې رييس مولوي عبدالستار، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رييس مولوي مصباح الدين مستعين او د کرنې وزارت د دفتر رييس ملا حسين احمد خورشيد يې ملتیا کوله.
سفر وزیر زراعت به ولایت ننگرهار و بازدید از کمپ مهاجرین بازگشت کننده از پاکستان در بندر تورخم
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری طی سفری به ولایت ننگرهار با مسوولان کمیته رسیدگی به عودت کننده گان و مهاجرین از پاکستان دیدار نموده و از تصویب طرحی در مورد انتقال ملکیت و اشتغالزایی به مهاجرین صحبت نمود.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت در جریان این دیدار اعلان نمود که امارت اسلامی افغانستان طرحی را برای انتقال ملکیت و اجاره زمین جهت اشتغالزایی مهاجرین برگشت کننده از پاکستان تصویب نمودهاست تا مردم از مشکلات و مهاجرت خلاص شوند و باعزت به وطن آمده و صاحب سرنوشت شوند.
در این سفر وزیر زراعت در نخست با مسوولان حکومتی موظف به رسیدگی به مهاجرین دیدار نموده گزارش کار شان را استماع نمود.
وزیر زراعت پس از استماع گزارش فعالیتنمایندههای ادارات مختلف از تصویب طرح وزارت زراعت جهت اجاره دهی زمین و انتقال ملکیت سخن زد:" وزارت زراعت طرحی را به رهبری امارت جهت انتقال ملکیت برای سرپناه و اجاره زمین برای اشتغالزایی به مهاجرین تدوین کرده بود که از رهبری نظام مورد تصویب قرار گرفته است. بخشی از این طرح شامل انتقال ملکیت برای دایم جهت ایجاد سرپناه و دادن زمین برای کار میباشد تا مردم در آن زمین کار نمایند یک سال از مالیه معاف میباشند و بعد از آن از پیش شان مالیه گرفته میشود، این کار اساسی میباشد تا مردم به ملک شان آمده و صاحب خانه و سرنوشت شوند و از غربت و بیچارگی خلاص شوند".
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت همچنان از کمپ موقت برای بود باش مهاجرین بازدی کرده و مشکلات مهاجرین را استماع نمود که یکتن از نماینده های مهاجرین در کمپ موقت تورخم صحبت نموده و از این ابتکار وزارت زراعت اظهار سپاس و قدر دانی نمود.
قابل ذکر است که مولوی عطاءاللهعمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری رئیس کمیته انتقال ملکیت و اجاره دهی زمین برای مهاجرین میباشد که مسوولیت اجاره دهی و انتقال ملکیت برای مهاجرین را به عهد دارد تا در آن زمین مهاجرین کشت نموده و نفقه زندگی خویش را تامین کنند.
در این سفر وزیر زراعت که مسوولیت کمیته اجاره دهی زمین و انتقال ملکیت کمیسون عالی رسیدگی به مهاجرین را به عهده دارد را روسائی از وزارت مالیه، صنعت و تجارت، مهاجرین، شهرسازی، اداره امور، مولوی مصباح الدین مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی عامه و ملا حسین احمد خورشید رئیس دفتر وزارت زراعت که عضو کمیته میباشند همرایی مینمودند.