دکرنې وزارت پلاوي د هلمند له زېرمه شوو خوراکي غنمو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۹:۲
دکرنې وزارت پلاوي د هلمند له زېرمه شوو خوراکي غنمو څخه لیدنه وکړه

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو تخنیکي او نظارتي پلاوي د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند له هغو زېرمه شوو خوراکي غنمو څخه لیدنه وکړه، چې د خوراکي خوندیتوب او د اضطراري حالتونو لپاره ساتل کېږي.
په دغه لیدنه کې د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د خوراکي غنمو د ساتنې مؤظفې کمیټې غړيو هم حضور درلود، چې پلاوي ته یې د غنمو د ساتنې، کیفیت، وزن او د زېرمه کولو د بهیر په اړه لازم معلومات وړاندې کړل.
د لیدنې پر مهال د کرنې وزارت پلاوي د غنمو زېرمې وضعیت، د زېرمه ځایونو تخنیکي حالت، د رطوبت کنټرول، او د آفتونو د مخنیوي اقدامات له نږدې وڅېړل. هغوی د هلمند د کرنې ریاست مسؤلینو هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې د غنمو د خوندي ساتنې، د کیفیت د تضمین، او د دقیق حسابدارۍ په برخه کې لا ډېر پام وشي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلینو ډاډ ورکړ چې د غنمو د زېرمه کولو او ساتنې په برخه کې ټول لازم تخنیکي او وقایوي تدابیر نیول شوي، څو یاد غنم د اړمنو کورنیو د ملاتړ لپاره په مناسب وخت کې وکارول شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۲۳
Background image

فراه کې د غنمو ننداریزو کروندو جوړولو په پار پر یوشمېر بزګرانو مرستې ووېشل شوې 

۲۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د دی ولایت مرکز او دغه راز د پشت رود، خاکسفید او شیب کوه په ولسوالیوکې پر یوشمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۰:۰
Background image

دلغمان د کرنې رییس د کرنې وزارت د ځمکو د اصلاح او جبه‌زارو ځمکو د زهکشي تخنیکي پلاوي سره موخه وکتل

۲۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو د اصلاح او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۹:۱۸
Background image

غزني کې سلګونه بزګران روزل کېږي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نباتي آفتونو او ناروغیو پر ضد د مبارزې د کمپاین په لړ کې، د غزني ولایت په درېیو ولسوالیو کې د «د بزګر ښوونځی» تعلیمي برنامه پیل کړه، چې ددې برنامې. . .

بازگشت