فراه کې د غنمو ننداریزو کروندو جوړولو په پار پر یوشمېر بزګرانو مرستې ووېشل شوې 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۲۳
فراه کې د غنمو ننداریزو کروندو جوړولو په پار پر یوشمېر بزګرانو مرستې ووېشل شوې 

۲۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د دی ولایت مرکز او دغه راز د پشت رود، خاکسفید او شیب کوه په ولسوالیوکې پر یوشمېر بزګرانو د غنمو د ننداریزو کروندو جوړولو په پار د غنمو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او نغدې پیسې و ویشل شو.یاده مرسته د کرنې،ابولګولو او مالداری وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې ترسره شوه.
ددې مرستې موخه د بزګرانو د مهارتونو لوړول، د معیاري تخمونو استعمال، د سرې مؤثر کارونه او د حاصلاتو زیاتوالی دی.
په دې لړ کې هر بزګر ته  ۲۵ کیلوګرامه دغنمو اصلاح شوي تخم، ۲۵ کیلوګرامه توره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره او دغه راز د کروندې جوړولو په پار ۱۰۰۰ افغانۍ نغدې پیسې شامل وو.
دغه پروګرام د کرنیزو معیاري لارو چارو د ترویج، د حاصلاتو د لوړوالي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره یو مهم ګام بلل کېږي

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

کونړ کې د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ ولایت په سالار‌باغ څېړنیز فارم کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‎اې‌او» په همکارۍ د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې وزارت تخنیکي پلاوي په کابل کې د وزارت د پروژو د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه وکړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي ټیم پلاوي، چې مشري یې د کرنیزو زېربناوو رئیس محمد عیسی کارګر کوله، د کابل ولایت په اړوندو سیمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

بازگشت