دهلمند په بولان څېړنیز فارم کې د کروندې ورځ ونمانځل شوه

qiam_amin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۵۶
دهلمند په بولان څېړنیز فارم کې د کروندې ورځ ونمانځل شوه

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د څېړنو عمومي مدیریت تر چتر لاندې، په بولان څېړنیز فارم کې د کروندې ورځ ونمانځل شوه.

په دې غونډه کې د کرنې ریاست استازو، د کرنې او خوړو نړۍوال دفتر استازي، د تخم تولیدونکو شرکتونو استازو، د کرنې پوهنځي استادانو او محصلینو او مخکښو کروندګرو ګډون کړی و.

د غونډې په ترڅ کې د جوارو د بومي، دوه رګه او اصلاح شویو نوعو د کرنې، تولید او تخم تولید په اړه معلومات وړاندې شول.

همدارنګه، د ممپلیو او باجرې د نویو لاینونو د څېړنو پایلې له ګډونوالو سره شریکې شوې او د هغوی پوښتنو ته د تخنیکي ټیم له لوري ځوابونه ورکړل شول.

د دې ورځې موخه د کرنیزو څېړنو د پایلو شریکول، د اصلاح شویو تخمونو په اړه د کروندګرو پوهاوی لوړول او د صنعتي او تېلي نباتاتو د کرکېلې پراختیا وه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۱
Background image

نورګرام ولسوالی ته د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس سفر

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن، نورګرام ولسوالی ته رسمي سفر وکړ.

د دغه سفر په ترڅ کې نوموړي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۵۶
Background image

دهلمند په بولان څېړنیز فارم کې د کروندې ورځ ونمانځل شوه

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د څېړنو عمومي مدیریت تر چتر لاندې، په بولان څېړنیز فارم کې د کروندې ورځ ونمانځل شوه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۱۱
Background image

د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور تولیدوونکو او متشبثینو لپاره ځانګړی فرصت!

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست تاسو ته بلنه درکوي، چې د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په پنځه دېرشم. . .

بازگشت