د کوکنارو بدیل کرکیلې په پار د کندهار په دوو ولسوالیو کي پر لسګونه بزګرانو د پنبې تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۲۲
د کوکنارو بدیل کرکیلې په پار د کندهار په دوو ولسوالیو کي پر لسګونه بزګرانو د پنبې تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شول

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزي نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکاري د کندهار په ارغستان او خاکریز ولسوالیو کې ۹۰ تنه اړمنو بزګرانو ته د پنبې اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سري ووېشل شوې. 
د کندهار دکرنې ریاست د چارواکو په وینا، په دې مرسته کي ۹۰ تنه د ارغستان او ۳۰ تنه د خاکریز ولسوالۍ شامل وه، چې هر بزګر ته ۱۲ کیلو د پنبې اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو توره سره او ۵۰ کیلو سپینه سره د عادلانه او رڼئ پروسې له لارې ووېشل شوه. 
د مرستي موخه د کوکنارو بدیل کښتونه موندل، د بزګرانو عاید لوړول، د کمي مځکي څخه زیات عاید ترلاسه کول او د بزګرانو اقتصادي ملاتړ دي.
د یادوني وړ ده، چې د مرستي برخمن شویو بزګرانو ته د پنبې کرنې او لوړ حاصل ترلاسه کولو اړوند عملي او نظري روزنه هم ورکړل شوې وه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۹
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې کروندګرو ته د نباتي افتونو د مخنیوي عملي روزنه ورکړل شوه

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو امریت د بوټوساتنې او قرنطین لوی مدیریت مسلکي کارکوونکو د خپلو دوامداره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۳
Background image

فاریاب ته د ازبېکستاني پلاوي سفر او د افغان-ازبېک بڼ څځه لیدنه

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ازبېکستان د کرنې مرستیال وزیر ابدذکروف جمشید په مشرۍ د ازبېکستان یو پلاوی، چې افغانستان ته په رسمي سفر راغلی و، د فاریاب ولایت د خان‌چارباغ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۹
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له چارواکو سره وکتل

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، دخپل کارپه دفتر کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له. . .

بازگشت