بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډيسياې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت په همغږۍ، د دې ولسوالی په رباط کلي کې د شېدو راټولولو یو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د بلخ د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه مرکز د فعالیت لپاره د شېدو د راټولولو او لېږد په موخه یو زرنج، د شېدو د ساتنې لپاره یو فریزر لرونکی یخچال، له اړوندو وسایلو سره د لمریزې برېښنا سیستم، د شېدو ډرمونه، مېزونه او څوکۍ برابرې او مرسته شوې دي.
مسؤولین وايي، د یاد مرکز په جوړېدو سره به د سیمې مالدارانو ته د شېدو د راټولولو، ساتنې او بازار ته د لېږد په برخه کې اسانتیاوې برابرې شي او د شیدو د ضایع کېدو کچه به راټیټه شي.
دشېدو راټولولو مرکز به د سیمې له مالدارانو څخه د شېدو په منظم راټولولو او د مناسبو شرایطو لاندې د ساتلو ترڅنګ، د لبنیاتو د بازارموندنې بهیر هم اسانه کړي. مالداران به وکولای شي خپل تازه شیدې په منظم ډول مرکز ته وسپاري او له دې لارې د خپلو تولیداتو لپاره مناسب بازار ته لاسرسی ومومي.
د دغه ډول مرکزونو پراختیا د لبنیاتو د ارزښت ځنځیر په پیاوړتیا کې هم مهمه ده؛ ځکه د شېدو له تولید، راټولولو او ساتنې څخه نیولې تر پروسس او بازار ته تر رسېدو پورې د چارو منظمول د لبنیاتو د کیفیت په ساتنه او د مالدارانو د اقتصادي ګټې په زیاتېدو کې مرسته کوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا او د مالدارانو د تولیداتو د بازارموندنې د اسانتیا په موخه د اړوندو ادارو او همکارو بنسټونو په همکارۍ د ورته اسانتیاوو رامنځته کول د لبنیاتو د تولید، کیفیت او بازار د پراختیا لپاره مهم ګام بولي.
د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا، د لبنیاتو د تولید او بازارموندنې د بهیر د منظمولو او د مالدارانو د عوایدو د زیاتوالي لپاره د شېدو راټولولو او ساتنې معیاري مرکزونه مهم رول لري. دغه ډول مرکزونه مالدارانو ته زمینه برابروي، چې خپل تولیدات په مناسب ډول راټول، وساتي او د بازار اړتیا ته په کتو یې په منظم ډول بازار ته وړاندې کړي.
