انوارالحق احدي په خپل پېژند غونډه کې د کرنې وزارت کارکوونکو ته: موخې ته د رسېدو په پار یوې شفافې ادارې ته اړتیا لرو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۵ - ۱۵:۵
انوارالحق احدی در مراسم معارفه‌اش با کارمندان وزارت زراعت: برای تحقق اهداف به یک اداره شفاف ضرورت داریم

انوارالحق احدي په خپل پېژند غونډه کې د کرنې وزارت کارکوونکو ته:

موخې ته د رسېدو په پار یوې شفافې ادارې ته اړتیا لرو

۲۵ وږی ۱۳۹۹

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نوماند او سرپرست وزیر ډاکټر انوارلحق احدي، په هغه غونډه کې چې د وږي په ۲۵مه د سه شنبې په ورځ د یاد وزارت کارکوونکو ته د ده د پېژندګلوي په موخه جوړه شوې وه، د خپلو کاري پروګرامونو په وړاندې کولو سره وویل، چې موخو ته د رسېدو او د برنامو د پلي کېدو په پار یوې شفافې او ځواب ورکوونکي ادارې ته اړتیا لري.

غونډې ته په وینا کې ښاغلی احدي د کرنې وزارت په مسلکي توب او روڼتیا ټینګار وکړ او وویل، چې ددې وزارت د اړوندو پالیسیو او اسټراټیژیو تر څېړنې او ارزونې وروسته په پام کې لري، چې ځانګړي کرنیز زونونه جوړ کړي. د کرنې وزارت چارسمبال وویل، چې ددې وزارت کاري سیمه پراخه ده، هغه زیاته کړه: «دغو موخو ته د رسېدو په پار، موږ یو روڼ او مسلکي وزارت ته اړتیا لرو. په ټولو دولتي ادارو کې د روڼتیا نه شتون، تمویل کوونکو موسسو ته یوه ستونزه ده. له دې څخه انکار کول، هیڅ ګټه نه لري. موږ باید هلې ځلې وکړو او د فساد پر وړاندې مبارزه وکړو

انوارالحق احدي وویل، له دولت څخه د تمویل کوونکو نهادونو ډېرې نیوکې دادي، چې د دوی د مالیې ورکوونکو پیسې په سمه توګه نه لګول کیږي، خو دکرنې وزارت باید په دې برخه روڼ عمل وکړي او حساب ورکړي.

ښاغلی احدي دغه راز په ملي اقتصاد کې دکرنې کمې ونډې ته په اشارې سره وویل، د افغانستان ډېری خلک په کرنیزو فعالیتونو بوخت دي، خو په ملي اقتصاد کې د دوی ونډه ۲۶ سلنې ته رسیږي. هغه په ورته وخت کې وویل، چې د افغانستان د کرنیزو تولیداتو کچه د سیمې د ډېرو هېوادونو په پرتله ډېر لږ دي. د ښاغلي احدي په خبره، په ډېرو هېوادونو کې له هر هکټاره ځمکې څخه تر شپږ مټریک ټنه حاصل تر لاسه کیږي او په افغانستان کې بیا دا شمېره په هر هکټار کې نږدې درې مټریک ټنو ته رسیږي.

د کرنې وزارت سرپرست وویل، چې د کرنې سکټور د تولید، تقاضا، مصرف او کرنیزو محصولاتو وارداتو په برخه کې دقیقو شمېرو ته اړتیا لري. د هغه په خبره، دغه شمېرې باید د علمي څېړنو پر بنسټ تر لاسه شي.

ډاکټر انوارالحق احدي په خپلو خبرو کې د کرنې پر میکانیزه کېدو ټینګار وکړ او وویل، چې په کرنیزو فعالیتونو کې باید علمي څېړنې هم په پام کې ونیول شي. ښاغلی احدي زیاته کړه، چې د علمي او دقیقو څېړنو پربنسټ دې باید ځانګړې کرنیز زونونه جوړ شي او په دې ترتیب سره د افغانستان کرکېله له دویزې بڼې پرمختللي او میکانیزه بڼې ته واړول شي.

په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري د وزارت د ټولو کارکوونکو په استازیتوب ښاغلی احدي ته ښه راغلاست وویل او د کرنې په وزارت کې ورته د بریا هیله وکړه.

ښاغلی غفوري وویل، چې کرنه یو له سترو سکټورونو او په هېواد کې د پراخې سیمې درلودونکی دی. هغه وویل، چې یاد سکټور د ملي اقتصاد په برخه کې ۲۵ سلنه ونډه لري، خو ددې وړتیا لری، چې دغه ونډه ۵۰ سلنې ته لوړ شي.

د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وویل، چې د یاد وزارت ټول کارکوونکي به د ښاغلي احدي ښه همکاران وي. هغه د کرنې د لارې د ۱۰ کلن طرحې خبر ورکړ او وویل: «ډېر ژر به د ۱۰ کلونو لپاره د کرنې سکټور د لارې نقشه، چې په کې د صادراتو زیاتوالی، د وارداتو ټیټوالی او د کرنې په سکټور کې ځان بسیاینې ته د رسېدو په پار پرې تمرکز شوی، بشپړ شي

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۵:۲۱
Background image

د جلغوزیو محصول راټولولو په پار خوږیاڼو ولسوالی ته د ننګرهار دکرنې ریاست د پلاوي سفر

۹ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په لارښوونه د قدرتي زېرمو امر قاري کاهون عبدالرحمن اتل  په مشرۍ ګډ پلاوي دجلغوزیو د۱۰ سلنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۱:۲۳
Background image

د هېواد په سویلي او شمال لویدیځو ولایتونو کې د وسپنې پټلۍ د لارې د تثبیت په پار د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال سفر

۹ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند «حاجي سالم»، د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د هدایت له مخې، د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۰:۲۴
Background image

ننګرهار کې دچرګانو ددانې کیفیت لوړولو په موخه دهمغږۍ ناسته ترسره شوه

۹ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د ننګرهار ولایت په کې دچرګانو ددانې تولیدوونکو شرکتونو او چرګانو ټولنې. . .

بازگشت