د خوست اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې لسګونه بڼوال او بزګران وروزل شول
![د خوست اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې لسګونه بڼوال او بزګران وروزل شول](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-11/whatsapp_image_2024-11-17_at_10.25.16_d9598c9e.jpg)
۲۷ لړم ۱۴۰۳ه.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه.ق
دخوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، ددې ولایت د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ لسګونو بڼوالو ته د ټرایکوډرما مفیده قارچ کارونې او د بڼونو د ناروغیو د مخنیوي په اړه زده کړې ورکول شوې.
په دې لړ کې بڼوال او بزګرو ته د بېلابېلو نباتي ناروغیو مخنیوی، اوبولګولو، د بیکاره وښو لیرې کولو، د کیمیاوي سرې کارونې او نورو برخو کې هر اړخیزې زده کړې ورکول شوې.
په ورته وخت کې د یادې ولسوالی بڼوالو او بزګرانو د کرنې ریاست له مسؤلینو غوښتنه وکړه، چې له دوی سره دې د کیمیاوي درملو ترڅنګ د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته وشي.
دخوست ولایت کرنې ریاست هڅه کوي، چې د د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو بڼوالو او بزګرانو ته د زده کړو دغه لړۍ روانه وساتي ترڅو د ځمکوالو د حاصلاتو په بهبود کې نوښت رامنځته شي.