فراه کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه
![فراه کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-07/img-20240710-wa0174.jpg)
۲۰چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
فراه کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د فراه دکرنې رييس الحاج مولوي شاه محمد حاجي سروري په مشرۍ د ددې ولایت دکرنې ریاست کې خپله غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د فراه دکرنې رييس او د کمېټې مشر الحاج مولوي شاه محمد حاجي سروري لارښوونکې وينا ويلو ترڅنګ د تېرې غونډي دپریکړو دتطبيق ارزونه وکړه.
د غونډې په ترڅ کې د هوایي ډګر سیمې د موضوع، د فراه رود ولسوالی د کرغ کوزل سیمې، د شېب کوه ولسوالی د کاریز کتمي سیمې او د مرکز اړوند د چمن روکن سیمې پر موضوعاتو خبرې اترې او پرېکړې وشوې.
دغه راز د غونډې په ترڅ کې پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د عاریضونو دوسیې او ستونزې وڅېړل شوې.