استماعیه غونډې

د کرنې د لا پراختیا په پار د ارزګاني ګروندګرو سره د کرنې ریاست ناسته

۲ چنګاښ ۱۴۰۰
د ارزګان ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدراۍ ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې ریاست له لوري په راغوښتل شوي ناسته کې د کرنې په بېلابېلو برخو هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.
د ارزګان ولایت د کرنې چارواکي وایي، چې په جوړې شوي ناسته کې چې ګڼو کروندګرو، بڼوالو، د پراختیایي شوراګانو استازو، قومي مشرانو ګډون درلود د شکرپارې د بڼونو، د زعفرانو، دغنمو د قطاری کرنې او تیلي نباتاتو د ننداریزو کروندو په جوړولو، د شولو د کرکېلو د لا ښه والي په پار د ټولنو او سړو خونو جوړول او د تراکتورانو په اجاره ورکړې طرزالعمل خپل پلانونه او لارښونې د کرنې ریاست چارواکو له دوی سره شریکې کړې.
د ارزګان د کرنې ریاست د پریکړې له مخې هغه کسان چې په شرایطو برابر وي د کرنې ریاست د تخنیکي او مسلکي ټیم په مرسته به د ټاکلو مرحلو په طی کولو سره د ورسپارل شویو غوښتنلیکونو تر ارزونې ورسته په اړوندو برخو عملا کار کیږي تر څو  کروندګر ترې برخمن او شته ستونزې راکمې شي.
په ورستیو کې کروندګرو او قومي مشرانو د ارزګان په کچه د پروژو په ښه پلي کېدو سره د کرنې ریاست د دې ډول فعالیتونو څخه د مننې تر څنګ د هر ډول همکارۍ ډاډ وښود.

 

 

ارزګان کې نږدې ۷۴ پراختیايي پروژې پلي شوي دي

۲۷ سلواغه ۱۳۹۹
د ارزګان دکرنې ریاست چارواکو، د یاد ریاست د ۱۳۹۹یم مالي کال د کړنو په هکله ددې ولایت خلکو ته حساب ورکړ او د ۱۴۰۰ام مالي کال پلانونه یې له خلکو سره شریک کړل.
ملت ته د دولت حساب ورکولو په پروګرام کې د ارزګان دکرنې رییس انجنیر احمدشاه خيري وویل، چې په ۱۳۹۹یم مالي کال کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو ترڅنګ د ارزګان د کرنې ریاست په دې ولایت کې نږدې ۷۴ پراختیایي پروژې پلي کړي دي، چې په کې د پیازو او کچالو صفر درجې زېرمتونونه، د مڼوا او انارو سړې خونې، نوي بڼونه او د نیالګیو قوریې جوړول، د اصلاح شویو تخمونو وېش، د حیواني او نباتي ناروغیو مخنیوی، بزګرانو اومالدارانو ته روزنیز پروګرامونه او عامه پوهاوی شامل دي.
ښاخلي خیري وویل، چې په ۱۳۹۹یم کال کې یې یوزرو ۲۴۰ جریبه نوي بڼونه او سوداګریزې بڼونه هم جوړې کړي دي.
احمدشاه خيري زياته کړه، چې د یادو پروژو په پلي کېدو سره د ارزګان ولايت دکرنې په سکټور کې د پام وړ بدلون رامنځته شوی او ترڅنګ یې ګڼو خلکو ته اوږدمهال او لنډمهالې دندې برابرې شوي دي.

ارزګان کې نږدې ۷۴ پراختیايي پروژې پلي شوي دي

 

ارزګان کې نږدې ۷۴ پراختیايي پروژې پلي شوي دي

د خوست ولایتي ادارې ولس ته د ۱۳۹۹ یم مالي کال د کړنو حساب ورکړ

۲۱ سلواغه ۱۳۹۹
د خوست ولایتي ادارې ولست ه د ۱۳۹۹یم مالي کال د کړنو حساب ورکړ. په دې اړه جوړه شوې لویه ولسي غونډه کې، چې په کې د خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازی، د ولایتي شورا رییس او غړو، د ملکي او نظامي ادارو مسولینو، ولسوالانو، قومي مشرانو، د رسنیو استازو، علما کرامو او د مدني ټولنو غړو ګډون کړ و، د خوست والي په خپله پرانیستونکي وینا کې وویل، چې ولایتي اداره مسولیت لري، چې خپلو ولسونو ته د خپلو کړنو راپور په شفافه توګه وړاندې کړي،او نن ورځ به د اتو سکتورونو په کچه ولس ته حساب ورکړل شي.
دخوست والي وویل، چې د ولس په همکارۍ په دې ولایت کې ژور بدلون رامنځته شوی او د زېرې په توګه یې وویل، چې د جمعې په ورځ به د غلام خان له لارې تاجکستان او ترکمنستان ته ټرانزیټي موټر تېر او په لومړي ځل به دا لاره د ټرانزیټي مالونو د لېږد شاهده وي.
دخوست والي د حکومتوالۍ، انکشاف او شپږو نورو سکتورونوپه برخه کې د لاسته راوړنو یاده وکړه او ویې ویل، چې د ۱۴۰۰ کال لپاره د ادارو لخوا منظم پلانونه جوړ شوي، چې له مخې به یې په خوست ښار او د غلام خان لارې د تاسیساتو په برخه کې د جلالتماب رئیس جمهور په ځانګړي پاملرنه ۵۰ ملیونه ډالر ولګول شي.
خوست والي ویل چې په ادارو اصلاحاتو او د غصب او فساد په وړاندې مبارزې ته ژمن دی او د ولایت مقام دروازې د خلکو په مخ خلاصې او هرڅوک کولای شي، چې د ولایت والي سره په مخامخ توګه خپلې ستونزې شریکې کړي.
ښاغلي کټوازي وویل چې د ولایتي ادارې هره اداره دې ته چمتو ده، چې هر وخت ولس ته حساب ورکړي او ولس کولای شي، چې د خپلو ادارو له چارو څارنه او نظارت تر سره کړي.
هغه وویل چې د ولس سره یې د لیدنو او کتنو پر مهال د خلکو ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې اوریدلي، چې له تحلیل وروسته یې له مرکز او اړونده ادارو سره شریکې کړي، چې دا مهال یې د تعقیب چارې روانې دي.
د خوست والي زیاته کړه، چې په تېر مالي کال کې دخوست په بېلابېلو سیمو کې ۱۸۱ پروژې بشپړ او ۲۴۲ پروژې تر کار لاندې دي چې ‌‌‌‌‌‌ډېرژر به یې چارې بشپړې شي.
په دې ناسته کې د کرنې رییس حفیظ الله شاه نوري او د کلیو پراختیا سکتور رییس عاشق الله اخلاص یار، د عامې روغتیا سکتور رییس ډاکټر حبیب شاه انصاري، د پوهنې او لوړو زده کړو سکتور مشر نصیر احمد روښان، دزېربنا سکتور رییس انجنیر خیر ګل همکار، د ټولنیز خوندیتوب رییس احسان الله ځدراڼ، د اقتصاد او خصوصي پراختیا سکتور رییس شفیق الله دقیق او د حکومتوالۍ سکتور په استازیتوب محمد نبي د اړونده ادارو لاسته راوړنې او کړنې د پرزنټیشن په بڼه وړاندې کړل.
په ناسته کې د هرې ادارې له رییس څخه د ولسونو لخوا په تالار کې د ګډونوالو په شتون کې پوښتنې وشوې، چې په اړه یې د اړوندو ادارو لخوا ځوابونه وویل شول.

د کونړ د کرنې رییس د کوز کونړ ولسوالۍ له قومي مخورو سره ددې ولسوالۍ پر کرنیزو ستونزو خبرې وکړې

۳ لړم ۱۳۹۹
د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انعام الله صافی ددې ولایت د کوز کونړ، له ولسوال او قومي مخورو سره د کرنیزو چارو د ښه کولو او ستونزو د حل په پار خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې قومي مخورو د خپلو خبرو په ترڅ کې په کوز کونړ ولسوالۍ کې د بېلابېلو کرنیزو پروژو د پیل او تطبیق په موخه مننه وکړه او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له رییس یې وغوښتل چې د یادې ولسوالۍ د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ برخوته ډېره پاملرنه وکړي.
د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انعام الله صافی له قومي مخورو سره د هغو پروژو په تړاو معلومات شریک کړل، چې په کوز کونړ ولسوالۍ کې پیل شوي او یا هم په لنډ مهال کې پیلیدونکي دي.
نوموړي قومي مخورو ته سپارښتنه وکړه، چې په اړونده ولسوالۍ کې خپلې کرنیزې اړتیاوې د ترویج مدیریت او ولسوالۍ سره په ګډه تنظیم د کرنې له ریاست سره شریک کړي ترڅو د راتلونکي مالي کال پلان کې شامل او پلي شي.
انعام الله صافی په دې ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې د انډولیز پراختیا د رامنځته کیدا او ستونزو د حل په موخه قومي مخورو ته ډاډ ورکړ.
تر غونډې وروسته په دې ولسوالۍ کې له یوشمېر پلي کېدونکي پراختیایي پروژو څخه لیدنه هم وشوه.

دهلمند دکرنې ریاست ولس ته حساب ورکړ

۱۵ کب ۱۳۹۸
ملت ته د دولت د حساب ورکولو د پروګرامونو په دوام، د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هم ددې ولایت خلکو ته د دکرنې ریاست د ۱۳۹۸یم مالي کال د کړنو حساب ورکړ.
په همدې موخه د هلمند ولایت مقام د عبدالباري جهاني د غونډو په تالار کی یوه پراخه ولسي غونډه رابلل شوې وه او د حساب ورکولو لړۍ په دوام د هلمند ولايت د کرنې ادارې رییس زلمي الکو د ۱۳۹۸ مالي کال په جریان کې د خپلو ترسره شوو چارو په اړه ولس ته حساب ورکړ.
غونډه کې د هلمند ولایت والي، د ملکي او نظامي ادارو چارواکي، عام ولس، مدني ټولنې، خبريالانو او ځوانانو ګډون درلود.
د کرنې رییس د ۱۳۹۸یم مالي کال د کړنو په هکله خبرې وکړې او د پلي شوي او ترکار لاندې پروژو په هکله یې خلکو ته معلومات ورکړ،
کرنې رییس همدا راز د ۱۳۹۹ مالي کال په لړ کې د خپلو پلانونو په اړه له ګډونوالو سره معلومات شریک کړل.
د غونډې وروستيو کې يو شمېر برخه والو خپلې پوښتنې او وړانديزونه وکړل، چې دکرنې رییس له لوري ورته لازم ځوابونه وويل شول

د میدان وردګو د کرنې ریاست ولس ته حساب ورکړ

۱۱ کب ۱۳۹۸
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، ددې ریاست اړوند د ۱۳۹۸یم مالي کړنې له خلکو او چارواکو سره شریک کړ.
په هغه غونډه کې، چې ددې ولایت په مقام کې جوړه شوې وه، د میدان وردګو ولایتوالي، مرستیال والي، سکټوري رییسانو، قومي مشرانو، سپین ږیرو، علما، مدني ټولنو، ځوانانو او مېرمنو ګډون درلود. د میدان وردګو ولایت د کرنې رییس ددې ریاست اړوند د ۱۳۹۸یم مالي کالي کړني او فعالیتونه له ګډونوالو سره شریک کړ.
د غونډې په پای کې د کرنې رییس د ګډونوالو پوښتنوته ځوابونه وویل او ترڅنګ یې د روان کال پر نوي برنامو هم خبرې وکړې.

استماعیه

 

استماعیه

 

د ارزګان د کرنې ریاست ولس ته حساب ورکړ

۲۸ سلواغه ۱۳۹۸
د ارزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، ددې ریاست اړوند د ۱۳۹۸یم مالي کړنې له خلکو او چارواکو سره شریک کړ.
په هغه غونډه کې، چې ددې ولایت په مقام کې جوړه شوې وه، د ارزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید، مرستیال والي محمد سادات ناصري، سکټوري رییسانو، قومي مشرانو، سپین ږیرو، علما، مدني ټولنو، ځوانانو او مېرمنو ګډون درلود. د ارزګان د کرنې رییس احمدشاه خیري ددې ریاست اړوند د ۱۳۹۸یم مالي کالي کړني او فعالیتونه له ګډونولو سره شریک کړ.
د غونډې په پای کې د کرنې رییس د ګډونوالو پوښتنوته ځوابونه وویل او ترڅنګ یې د روان کال پر نوي برنامو هم خبرې وکړې

استماعیه ارزگان

 

استماعیه ارزگان ۲

 

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ چارسمبال د بهسود ولسوالۍ له قومي مخورو سره وکتل

۵ سلواغه ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ چارسمبال ډاکټر محمد ضمیر بهسودي د ملک ولایت خان په مشرۍ د بهسود ولسوالۍ له قومي مخورو سره د کرنیزو چارو د ښه کولو او په دې برخه کې دستونزو پر هوارولو خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې قومي مخورو د خپلو خبرو په ترڅ کې په یادې ولسوالۍ کې د بېلابېلوکرنیزو پروژو د پیل او تطبیق په موخه مننه وکړه او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس څخه یې وغوښتل چې دې ولسوالۍ ته د اصلاحي تخمونو، شنو خونو او اوبولګولو کانالونو په برخه کې پاملرنه ډېر کړي.
نوموړي په اړونده برخه کې ستونزې هم د حل په موخه شریکې او ډاډ یې څرګند کړ، چې د کرنیزو پروژو د تطبیق په موخه د کرنې له ریاست سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ چارسمبال ډاکټر محمد ضمیر بهسودي د قومي مخورو له راتګ مننه وکړه او د هغو پروژو په تړاو یې ورسره معلومات شریک کړل، چې په بهسود ولسوالۍ کې پیل شوي او یا هم په لنډ مهال کې پیلېدونکي دي.
نوموړي قومي مخورو ته سپارښتنه وکړه چې په اړونده ولسوالۍ کې خپلې کرنیزې اړتیاوې د ترویج مدیریت او ولسوالۍ سره په ګډه تنظیم او له کرنې ریاست سره یې شریک کړي ترڅو د راتلونکې مالي کال په پلان کې ورته ځای ورکړل شي

د ننګرهار د کرنې رییس د دې ولایت د کامې ولسوالۍ له قومي مخورو سره وکتل

۲۴ مرغومي ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي د کامې ولسوالۍ د شیرګړ کلي له قومي مخورو سره د کرنیزو چارو د ښه کولو او ستونزو د حل په پار خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې قومي مخورو د خپلو خبرو په ترڅ کې په کامې ولسوالۍ کې د بېلابېلو کرنیزو پروژو د پیل او تطبیق په موخه مننه وکړه او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له رییس یې وغوښتل چې دې ولسوالۍ ته د اصلاحي تخمونو، شنو خونو، او اوبولګولو د کانالونو په برخه کې ډېره پاملرنه وکړي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي له قومي مخورو سره د هغو پروژو په تړاو معلومات شریک کړل، چې په کامې ولسوالۍ کې پیل شوي او یا هم په لنډ مهال کې پیلیدونکي دي.
نوموړي قومي مخورو ته سپارښتنه وکړه، چې په اړونده ولسوالۍ کې خپلې کرنیزې اړتیاوې د ترویج مدیریت او ولسوالۍ سره په ګډه تنظیم د کرنې له ریاست سره شریک کړي ترڅو د راتلونکي مالي کال پلان کې شامل او پلي شي.
ډاکټر محمد ضمیر بهسودي په دې ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې د انډولیز پراختیا د رامنځته کیدا او ستونزو د حل په موخه قومي مخورو ته ډاډ ورکړ.

اچین ولسوالۍ ته به د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې ځانګړې پاملرنه ووشي

۱۲ مرغومي ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی په ځانګړې لارښوونه د ننګرهار د کرنې سرپرست مشر ډاکټر محمد ضمیر بهسودي، له مرکزه ورغلي پلاوې د ننګرهار د کرنې ریاست د بېلابېلو امرینو په ملتیا اچین ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې ددې ولسوالۍ له ولسوال، پراختیایي شورا مشر او قومي مخورو سره ددې ولسوالۍ د ستونزو د هوارولو په پار غونډه وکړه.  په دې غونډه کې چارواکي وویل، چې اچین ولسوالۍ ته به د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې ځانګړې پاملرنه ووشي
په دې غونډه کې قومي مشرانو او د پراختیایي شورا مشر د کرنې وزارت او چارواکو څخه یې مننه وکړه، چې دمګړۍ یې په دې ولسوالۍ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې زیاتې پروژې پلي کړي خو د لا زیاتو همکاریو غوښتونکي شول.
په غونډه کې قومي مخورو ډاډ څرګند کړ چې په یاده ولسوالۍ کې دولت حاکم دی او د عامه المنفعه پروژو د تطبیق په برخه کې ولسونه هر راز همکارۍ ته چمتو دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي په خپلو خبرو کې د کرنې ریاست له لوري د ترسره کړیو فعالیتونو په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې له او له ولسونو یې وغوښتل چې د تطبیق کیدونکو پروژو  د چارو د شفافیت او ښه والي په موخه څارنه او نظارت ترسره کړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې د هغو پروژو په تړاو هم معلومات شریک کړل چې په نږدې راتلونکي پیلیږي.

د کلیو کلستري پرمختیایي شورا ګانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

استماعیه

۱۲ لیندۍ ۱۳۹۸
دغه ناسته چې د لوګر ولایت  د اساسي قانون په تالار کې جوړه شوې وه، پکې د لوګر والي الحاج محمد انور خان اسحاقزي، مرستیال والي تورن جنرال محمد نبي احمدزي، ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزي، کلیو او پراختیا رییس، د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رییس، د ولسي تړون ولایتي مشر او د کلیو د کلستري پرمختیایي شورا ګانو استازو ګډون کړی وو.
په دې ناسته کې د لوګر  د کرنې او بولګولو او مالداری رییس عبدالله تسل ګډونوالو ته د یاد ریاست د فعالیتونو، لاسته راوړنو او شته ستونزو په همکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړ او د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې یې د لا زیاتو فعالیتونو ډاډ له ولسونو سره شریک کړ. په غونډه کې د کلیو د پراختیایي شوراګانو مشرانو د نورو ولسونو په استازیتوب د کرنې ریاست له فعالیتونو او خدماتو څخه خوښي څرګنده کړه او د زیاتو خدماتو غوښتنه او یو لړ وړاندیزونه یې د یاد سکتور په برخه کې وړاندې کړل، چې د کرنې د رییس لخوا ورته د پوره چمتو والي ترڅنګ د اجراتو ډاډ ورکړ شو.