ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي
۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.
دغه کرنيزه پروژه، چې د هېواد لپاره يو مهم اقتصادي، ټولنيز او کلتوري ارزښت لري، د کرنې، اوبو لګولو او ټولنيز پرمختګ په برخه کې ځانګړی اهميت لري.
د شرکت مسئولين وايي، تمه ده چې په راتلونکو کلونو کې د مالټو، زيتونو، خرما او نورو مېوو له بڼونو څخه پراخ حاصلات ترلاسه شي.