د ننګرهار دکرنې رییس د اسلاميک ریلیف مؤسسې چاراکو سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳۱ - ۱۵:۴۴
د ننګرهار دکرنې رییس د اسلاميک ریلیف مؤسسې چاراکو سره وکتل

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د سلامیک ریلیف مؤسسې له چارواکو سره د نویو پروژو د پیل په موخه د همغږۍ غونډه تر سره کړه.
ددې غونډې په ترڅ کېد  اسلامیک ریلیف مؤسسې چارواکو د ننګرهار د کرنې ادارې رییس ته د خپلو نویو پروژو د پیل په اړه معلومات ورکړل او زیاته يي کړه، چې د خوګیاڼو او شېرزادو ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د پروژو په جریان کې ۱۴۰۰ کروندګرو سره د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو توکو مرسته ترسره شي، ۲۰۰ کروندګرو ته به حرفوي زده کړې ورکړل شي، د خاورو د تخریب او اوبو زېرمه کولو په موخه به غرنیزه سیمه کې د اوبو ډنډونه جوړ او تر څنګ به يي ۵۰۰۰ بوټي وکرل شي او همدا راز د وچو سیمو ۲۰۰ کروندګرو ته به اقلیم ته په کتو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شي. 
په همدې حال کې د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی عبدالستار محمد د اسلامیک ریلیف مؤسسې چارواکو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ، او د پروژو په شفافه توګه د پلي کولو سپارښتنې يې وکړه، چې وروسته  اړونده ولسوالیو ته رسماً وروپیژندل شول.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت