کونړ کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې کړنې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۷ - ۱۴:۱۸
کونړ کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې کړنې

٢٧ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٨ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
 دکونړ د امارتي (سلطاني) عامه مرعي او وقفي غصب سوو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون اړوند، د تخنیکي پلاوی رييس په مشرۍ ناسته ترسره شوه.
یادې کمیټې د معمول سره سم دکونړ د کرنې ریاست کې خپل منځي ناسته وکړه، په ناسته کې د خلکو د عریضو دموضوعاتو څېړنه او ارزونه ترسره شوه.
په یاده ناسته کې دتخنیکی پلاوی د رییس مولوی شیراقا(پیرحبیب الرحمن)دهدایت سره سم د تخنیکي
پلاوي غړي په کاري ډلو ووېشل شول، چې یوه ډله یې 
 دتخنیکي پلاوی د رییس مولوی شیراقا پیر حبیب الرحمن په مشری او د فرامینو د تعقیبب او نظارت رییس، دعدلیې ریس، د کار او ټولنیزو چارو رییس، دقضایای امارت امر او د کدسترسروی مسؤل په ګډون  خاص کونړ ولسوالی ته داماراتي قطعو دتثبیت او تشخیص لپاره اړونده ولسوالی ته سفروکړ.
ددې سفر په ترڅ کې د حکیم اباد او شامکار کلي کې له ۱۱۶۵ نمبرکدستري قطعې څخه  لیدنه وکړه او یاده قطعه یې د کدستري نقشو لمخې بررسي کړه، چې داسنادوپه کتنه یاده قطعه د څړځای په نوم ثبت اوقیدیت درلوده او اوس مهال د یادې قطعې زیاته اندازه دغاصبینو لخواغصب شوې او په کرنیزه ځمکه یې بد له کړی، چی د کد سترانجنیرانو لخوانه دیادې قطعې څخه نږدې ۶۰ فیصده تطبق وشو.
  دغه راز یاد تخنیکي ټیم یوې بلې خالصه املاک دولتي قطعې نه چې ۱۱۶۱ نمبرکدستري قطعه ده، کتنه وکړه او یاده قطعه یې هم دکدستري نقشې لمخې تطبیق کړه.
باید وویل شي، چې د کونړ ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۶
Background image

د کرنې وزارت او همکارو بنسټونو ترمنځ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو خونې او د همکارو مؤسسو او دفترونو د استازو ترمنځ د بزګر مېلې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۳۰
Background image

ننګرهار کې د چکډېمونو ډکېدل؛ د کرنې وزارت د اوبو مدیریت پروګرام د بزګرانو لپاره هیله بښونکي پایلې

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت، د وچکالۍ د اغېزو د کمولو او د کرنیزو تولیداتو د. . .

بازگشت