د اوبو لګونې ریاست

mail-admin

 

د اوبولګولو د ۲۳۵ پروژو په پلي کولو سره ۱.۲ میلیونه کسان برخمن شوي دي ۲ مرغومې ۱۳۹۷

د اوبو لګونې ریاست په ۱۳۸۸ کال کې د کرنې وزارت د طبعي سرچینو  او اوبو لګونې معینیت په اډانه کې رامنځ ته شوی دی. دغه ریاست په خپل  تشکیل کې څلورآمریتونه او یو د اجراييه مدیریت بست لري او خپلې کاري کړنې د یو ځآنګړی چمتو شوی پلان پر آساس د اوبو لګونې د سیستم د تنظیم  او کروندو  ته د کافی اوبو رسونو په پار « د اوبو د زیرمو بندونه رغونې،، د آب ګردانونو رغونې، د اوبو لګونې د شبکو بیا رغونې» په برخه کې ترسره کوي.

د اوبو لګونې ریاست  د هېواد په ټولو ولایتونو کي کړنې تر سره کوي او د‌ مالېې وزارت په ګډون یې یو شمیر نړیوال  ډونرونه تمویلوي. په مستقیم ډول د اوبو لګونې پروژو څخه ګټه اخیستونکی کروندګر او ځمکوال دي او په غیرې مستقیم ډول ددې پروژو څخه ګټه اخیستونکي د افغانستان عام وګړي دي.

لید لوری:

د اوبو لګونې په  پرمختللو زیریناو سمبال  افغانستان او د کرنې پًه پار د اوبو لګونې په برخه کې له اوبو څخه منظم او ښه ډول مدیریت کول.

ماموریت:

  • د فنی او مدیریتی کاری چاپیریال رامنځ ته کول، د ګټورې اوبو لګونې  په  مدیریت  کې د ښوالي  له لارې د کرنیزو محصولاتو د کچې لوړوالی او د اوبو لګونې جوړیدونکو سیستمونو د ښووالي په پار  اړتیاوو ته ځواب وینه.
  • د اوبو په عادلانه ویش او مدیریت کولو کې ښه والي رامنځته کول او همدا راز د کرنیزو  سیستمونو  لپاره د اوبو د اړتیاو پوره کول.

د اوبو لګونې ریاست موخې:

  1. د اوبو لګونې شبکو  جوړونه، بیاروغونه او  یادو  شبکو ته پراختیا ورکول او له هغې څخه  ساتنه.
  2. د اوبو لګونې شبکو څخه ساتنه او له اوبو څخه یې په مساوي او عادلانه ډول ګټه اخیستل.
  3. د اوبولګونې او اوبو د برابروالي په پار د بارن او وارورې اوبو را ټولول او  همدا راز  د  د اوبو را ټولیدو د بندونو  روغونه   
  4. د چاپیریال ساتنې او د راوتونکو سیلابونو څخه د مخنیوي په پار  د کرنیزو کړنوو له لارې په  آب ریزو کې ښووالی رامنځ ته کول.
  5.  د اوبو لګونې د داسې ټولنو رامنخ ته کول، چې داوبو د ویش او د اوبو لګونې سیستمونو څخه د ساتنې په برخه کې پریکړې کوي.
  6. په کرنیزو ځمکو کې د اوبو د زیاتوالي په پار د اوبو لګونې د نویو سیستمونو رواجول.
  7. د اوبو لګونې د نورمونو د ټاکلو او اقتصادي اغیزمنتوب په پار د څیړنو تر سره کول.

د اوبو لګونې ریاست سره همکارې پروژې:

په کرونده کې د اوبو تنظیم پروژهOFWMP

د CLAP پروژه

د SNaPP-2 پروژه

د SWIM پروژه

د OSRO پروژه

د NVDA پروژه

د موسم د بدلون پرژوه CCAP

 

د اوبو لګونې ریاست تشکیلاتي جدول: