د اوبو لګونې ریاست
د اوبولګولو د ۲۳۵ پروژو په پلي کولو سره ۱.۲ میلیونه کسان برخمن شوي دي ۲ مرغومې ۱۳۹۷
د اوبو لګونې ریاست په ۱۳۸۸ کال کې د کرنې وزارت د طبعي سرچینو او اوبو لګونې معینیت په اډانه کې رامنځ ته شوی دی. دغه ریاست په خپل تشکیل کې څلورآمریتونه او یو د اجراييه مدیریت بست لري او خپلې کاري کړنې د یو ځآنګړی چمتو شوی پلان پر آساس د اوبو لګونې د سیستم د تنظیم او کروندو ته د کافی اوبو رسونو په پار « د اوبو د زیرمو بندونه رغونې،، د آب ګردانونو رغونې، د اوبو لګونې د شبکو بیا رغونې» په برخه کې ترسره کوي.
د اوبو لګونې ریاست د هېواد په ټولو ولایتونو کي کړنې تر سره کوي او د مالېې وزارت په ګډون یې یو شمیر نړیوال ډونرونه تمویلوي. په مستقیم ډول د اوبو لګونې پروژو څخه ګټه اخیستونکی کروندګر او ځمکوال دي او په غیرې مستقیم ډول ددې پروژو څخه ګټه اخیستونکي د افغانستان عام وګړي دي.
لید لوری:
د اوبو لګونې په پرمختللو زیریناو سمبال افغانستان او د کرنې پًه پار د اوبو لګونې په برخه کې له اوبو څخه منظم او ښه ډول مدیریت کول.
ماموریت:
- د فنی او مدیریتی کاری چاپیریال رامنځ ته کول، د ګټورې اوبو لګونې په مدیریت کې د ښوالي له لارې د کرنیزو محصولاتو د کچې لوړوالی او د اوبو لګونې جوړیدونکو سیستمونو د ښووالي په پار اړتیاوو ته ځواب وینه.
- د اوبو په عادلانه ویش او مدیریت کولو کې ښه والي رامنځته کول او همدا راز د کرنیزو سیستمونو لپاره د اوبو د اړتیاو پوره کول.
د اوبو لګونې ریاست موخې:
- د اوبو لګونې شبکو جوړونه، بیاروغونه او یادو شبکو ته پراختیا ورکول او له هغې څخه ساتنه.
- د اوبو لګونې شبکو څخه ساتنه او له اوبو څخه یې په مساوي او عادلانه ډول ګټه اخیستل.
- د اوبولګونې او اوبو د برابروالي په پار د بارن او وارورې اوبو را ټولول او همدا راز د د اوبو را ټولیدو د بندونو روغونه
- د چاپیریال ساتنې او د راوتونکو سیلابونو څخه د مخنیوي په پار د کرنیزو کړنوو له لارې په آب ریزو کې ښووالی رامنځ ته کول.
- د اوبو لګونې د داسې ټولنو رامنخ ته کول، چې داوبو د ویش او د اوبو لګونې سیستمونو څخه د ساتنې په برخه کې پریکړې کوي.
- په کرنیزو ځمکو کې د اوبو د زیاتوالي په پار د اوبو لګونې د نویو سیستمونو رواجول.
- د اوبو لګونې د نورمونو د ټاکلو او اقتصادي اغیزمنتوب په پار د څیړنو تر سره کول.
د اوبو لګونې ریاست سره همکارې پروژې:
په کرونده کې د اوبو تنظیم پروژهOFWMP
د CLAP پروژه
د SNaPP-2 پروژه
د SWIM پروژه
د OSRO پروژه
د NVDA پروژه
د موسم د بدلون پرژوه CCAP
د اوبو لګونې ریاست تشکیلاتي جدول: