اروزګان کې د حیواني درمل پلورونکو څارنه و شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۸ - ۱۵:۳۲
اروزګان کې د حیواني درمل پلورونکو څارنه و شوه

۲۸ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د مرکز ترینکوټ  د حیواني درمل پلورونکو څارنه او کنټرول په موخه پلاوی ټاکل شوې وه، چې د یاد پلاوي له خوا د حیواني درمل پلورونکو هټیو څخه څارنه او کنټرول تر سره شوه.
د  اروزګان دکرنې ریاست چارواکي وویل:« د کرنې ریاست اړوند د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا آمر مولوی عبدالعلي حماد د خپل کاری ټیم سره یو ځاي د یو شمېر حیوانې درمل پلورنځیو څخه څارنه وکړه.»
د اروزګان دکرنې ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر مولوی عبدالعلي حماد درمل پلورنځیو مالکینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه چې مالدارانو ته د ښه خدماتو عرضه کولو برخه کې باید د درملو کیفیت ته پوره پاملرنه وشي او بې کیفیته درمل باید استعمال نشي. 
د اروزګان دکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د غوره چوپړتیاوو په وړاندې کولو سره په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا ته زمینه برابره کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۹:۱۶
Background image

دهلمند ولایت کرنې ریاست اړوند څېړنیز فارم کې لسګونه کرنیزې تجربې تر لاس لاندې دي

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د بولان څېړنیز فارم کې د نوي کال له پیل سره سم بېلابېلې کرنیزې چارې په منظم ډول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۵
Background image

پکتیا کې د عشر او زکات کارکوونکو ته ۱۵ موټرسایکیلونه ووېشل شول

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشر او زکات کارکوونکو ته د چارو د لا اغېزمن تطبیق او د ولسوالیو مدیرانو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۵۱
Background image

د میدان وردګو د بهسودو لومړۍ ولسوالی کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونه جوړېږي

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د بهسودو لومړۍ ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د. . .

بازگشت