هلمند کې د بولان طبیعي ځنګل د بیارغونې په پار هڅې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲ - ۱۰:۵۷
هلمند کې د بولان طبیعي ځنګل د بیارغونې په پار هڅې

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبعي سرچینو آمریت  له خوا په دې ولایت کې د بولان طبیعي ځنګل ٢٥ جریبه ځمکه ، چې په تېرو کلونو کې سوځېدلي او یا د مختلفو عواملو له امله یې ونې له منځه تللي دي بیا رغولو چارې پیل شوي دي.
دغه چارې د هملند د کرنې ریاست مقام د پلان له مخې د یوه ګډ پلاوي لخوا، د ولایت مقام په ځانګړې همکارۍ پیل شوي دي، چې  نږدې ٢٥ جریبه ځمکه کې به  ٥٠٠٠ اصله زینتي ونې کېنول شي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د بولان طبیعي ځنګل یوازنۍ ځنګل دی، چې د سیمې د سمسورتیا او زرغونتیا، د هوا د ککړتیا د مخنیوي او ددې ولایت اوسیدونکو لپاره د تفریح په برخه کې ځانګړې ځای لري.
د هلمند د کرنې اداره هڅه کوي ترڅو ددې ولایت د ځنګلونو او څړځایونو د بیا احیا او پراختیا په برخه کې د خپلو پلانونو له مخې ځانګړی بهبود او نوښت راولي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت