هرات کې د انګورو حاصلات ۱۵ سلنه زیاته شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۹ - ۱۵:۸
افزایش ۱۵ درصدی حاصلات انگور در هرات

۹ زمری ۱۳۹۸

د هرات ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د انګورو بڼونو ارزونې او حاصلات ښیي، چې سږکال د دغه ولایت د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۵سلنه زیاته شوې ده.

دهرات ولایت د کرنیزو چارو امر بشیراحمد احمدي دغه زیاتوالی بې مخینه بولي او زیاتوی: «په هرات کې په ټولیزه توګه په اته زره هکټاره ځمکه کې د انګورو بڼونه جوړ شوي دي. د سږکال د ارزونو پر اساس به زموږ د تولید کچه څه باندې ۱۳۵ زره مټریک ټنه وی.»

د هرات بڼوال هم د خپلو انګورو بڼونو حاصلاتو ته خوښ دي او وایي، چې په دې ولایت کې د تېر کال په پرتله د انګورو حاصلات ډېر شوي او دوی یې لامل، «د انګور بڼونو په برخه کې د کرنې وزارت همکارۍ، د نباتي افت وژونکو پروخت وېش او ددې وزارت سالمې لارښوونې» بولي.

د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ یو تن بڼوال عبدالزبیر«پیرمرد» وایي: «زما د انګورو د بڼونو حاصلات د نورو کلونو په پرتله ډېر ښه دي، بڼونه مې پراخې شوي او د تاکونو افتونه کم شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د هرات ولایت د انګورو بڼونو د کرکېلي سیمه اووه زره او ۷۰۰ هکټاره او لاسته راغلي حاصلات یې ۱۲۰ زره ټنو ته رسېده. د هرات په ولایت کې د انګورو څه باندې ۴۸ ډوله (ورایټۍ) موجودې دي، چې مشهور هغه یې لعل، حیطه، فخري، شینگل‌خاني، میراحمدي او کشمشي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د هلمند لوی کاریز سیمه کې بڼوالو ته د نباتي ناروغیو مخنیوی په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوې

۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارکوونکو له لوري د لوی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

د کرنې وزیر د هلمند والي سره د نوو پراختیایي پروژو، پانګونې او خدماتو د پراختیا په تړاو خبرې وکړې

۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د هلمند ولایت والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل. په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۸:۵۰
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال په کابل کې د اندونیزیا هېواد شارژدافیر سره وکتل

 

۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، په کابل کې د اندونیزیا هېواد شارژدافیر نندا ایوالیست. . .

بازگشت