تورخم کې د نباتي او حیواني محصولاتو قرنطین مرکز څخه څارنه

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱ - ۱۵:۵۰
تورخم کې د نباتي او حیواني محصولاتو قرنطین مرکز څخه څارنه


۱ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۸ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریس مولوی عبدالستار محمد د ورځنیو کارونو د شفافیت او چټکتیا په موخه د تورخم بندر د حیواني او نباتي د صادراتي او وارداتي محصولاتو قرنطین مرکز څخه لیدنه وکړه.
ددې کتنې په ترڅې کې د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد اړوند چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه:«ټول هغه نباتي او حیواني محصولات چې له هېواده بهر صادرېږې او یا هېواد ته واردېږي باید په سمه توګه کنټرو، تفتیش او معاینه شي.»
ښاغلی عبدالستار محمد وویل، چې باید هغه حیواني او نباتي محصولاتو ته اجازه ورنکړل شي، چې د خپل هېواد صحي سرټیفیکېټ و نلري، ترڅو د حیواني او نباتي ناروغیو د لېږد مخه ونیول شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په پنځم ملي او نړیوال صنعت او معدن نندارتون کې خپل تولیدات نندارې او پلور ته وړاندې کړل

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ پنځم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو، چې پکې د ننګرهار وادي کرنیز امارتۍ شرکت هم د خپلو معیاري او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱۳
Background image

د ولایتي پلاوي په ملتیا ولسوالیو ته د غزني د کرنې ریاست مشرتابه سفر؛ د کرنیزو ستونزو د حل او پراختیایي پروژو پر چټکتیا ټینګار وشو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس د غزني ولایت د والي ولي جان حمزه په مشرۍ د ولایتي پلاوي په ترکیب د ناور، اجرستان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱
Background image

کونړ ولایت کې د انټیروټوکسیمیا واکسین د تطبیق پروګرام پیل شوو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال صندوق په مالي. . .

بازگشت