د ننګرهار دکرنې ریاست: په لومړی ځل د صادراتي کرنیزو محصولاتو ضد عفونې کولو (فومکیشن) لړۍ پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۸ - ۹:۲۵
د ننګرهار دکرنې ریاست: په لومړی ځل د صادراتي کرنیزو محصولاتو ضد عفونې کولو (فومکیشن) لړۍ پیل شو

د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بوټو ساتنې او قرانطین مدیریت د فومکیشن څانګه د کندا فروټ شرکت په همکارۍ په ننګرهار ولایت کې په لومړی ځل د صادراتي کرنیزو محصولاتو د ضد عفونې کولو (فومکیشن) لړۍ پیل کړه.
د چارواکو په وینا د صادراتي کرنیزو محصولاتو ضد عفونې کولو (فومکیشن) څخه موخه داده، چې بهرنیو هېوادونو ته د نړیوال سوداګریزو اصولو (W.T.O)  طرزالعمل مطابق له ناروغیو او افاتو څخه پاک افغانې کرنیز محصولات صادر شي.
د ننګرهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، هڅه کوي، چې په نړیوله کچه د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته ښه مارکېټ پیدا کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۴۴
Background image

د کندهار نوروزي څېړنیز فارم کې د ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو پروژې چارې پیل شوې

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې «ټیکا» په مالي ملاتړ او د نوروزي څېړنیز فارم د مسؤلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۴۰
Background image

د هلمند د کرنې رییس سنګین ولسوالی ته د سفر پر مهال د کرنیزو چارو ارزونه وکړه

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع  ولسوالیو ته د خپلو رسمي سفرونو په لړ کې سنګین ولسوالی ته سفر ترسره کړ،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

بازگشت