د لوګر دکرنې ریاست: تر څه باندې دوه لسیزو وروسته، د سرخاب بند دوه دروازې پرانیستل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۷ - ۱۱:۴۸
د لوګر دکرنې ریاست: تر څه باندې دوه لسیزو وروسته، د سرخاب بند دوه دروازې پرانیستل شوې

۷ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۴ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د سرخاب بند دوه دروازې، چې په تېرو څه باندې دوه لسیزوکې یې چارې په ټپه ولاړې وې، د افغانستان اسلامي امارت د بیا واکمنېدو را پدېخوایې چارې پیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې دلوګر د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سید امین هاشمي سربره د محمدآغې ولسوال مولوي میرهاشم(حزب الله)، د لوګر د سیندیزې حوزې رییس حاجي عمراخان صدیقي او یو شمېر نورو چارواکو برخه اخیستې وه.
مسوولین وایي، د سرخاب بند یادې دواړه دروازې، د ځایي خلکو له لوري، د کار په بدل کې د غنمو د وېش پروګرام له لارې د رسوبي ډبرو او خټو څخه پاکې شوي، چې په وینایې پرسرخاب سربېره د زرغون ښار او یو شمېر نورو سیمو لپاره اغیزمنه او حیاتي پروژه ده، چې په مستقیم ډول به کروندګر او نور عام خلک ورڅخه ګټه پورته او نږدې درې زره هکټاره ځمکې خړوبولو کې به ورڅخه ګټه واخیستل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت