د لغمان دکرنې ریاست: د څه باندې ۲۰۲ زره امریکایي ډالرو به ارزښت دوه پروژې پلی کېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۳۰ - ۱۴:۳۶
د لغمان دکرنې ریاست: د څه باندې ۲۰۲ زره امریکایي ډالرو به ارزښت دوه پروژې پلی کېږي

۳۰  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۷ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې نړیوالې ادارې (IFAD) په مالي او د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار په ګډوه ددې ولایت په پنځو ولسوالیو کې مالدارانو ته د غوره چوپړتیاوو وړاندې کولو په پار دوه سترې پروژې پلي کېږي.
د لغمان دکرنې رییس الحاج مولوی محمد ولي محسن وایي، چې دغه پروژې چې ټولیز ارزښت یې څه باندې ۲۰۲ زره امریکایي ډالرو ته رسېږي د مالدارۍ په بېلابېلو برخو لکه، د واکسینونو پلي کول، د چنجیو ضد درملو وېشل، د وټرنرۍ خدمتونه، د حیواني محصولاتو زیاتوالی، د څارویو د خوراکي ساتنځایونه جوړول، کورني مرغانچې جوړول،  کوویډ ۱۹ څخه د ځان ساتنې بستې وېشل، د شېدو د پروسس او حفظ الصحې برخو کې روزنیز پروګرامونه په کې شامل دي.
د لغمان دکرنې رییس دغه راز وویل، چې یادې پروژې د کرنې نړیوالې ادارې (IFAD) په مالي او د افغانستان لپاره دهالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ د مهترلام ترڅنګ ددې ولایت په پنځو ولسوالیو کې پلي کېږي.
ددغو پروژو د پلي کولو موخه په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ته پراختیا ورکول او په ټوله کې د مالدارانو وړتیاوې لوړول او د دوی لاسنیوی دی.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۳:۲
Background image

کندز کې د کرنیزو پراختیايي پروژو د پلي کېدو او پرمختګ په اړه د «ډاکار» دفتر سره مهمه ناسته ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی نیاز محمد عابد د «ډاکار» مؤسسې د شمال او شمال ختیځ زون دفتر مسوول داد الله سره په کتنه کې پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۸
Background image

کرنې وزارت کې د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ د دعوت او ارشاد غونډه د دې وزارت د مسؤلینو په ګډون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۶
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د نباتاتو ساتنې او قرنطین مدیریرت کارکوونک له لوري، د مرکزي لوی کاریز. . .

بازگشت