لوګر کې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې چارې کړندی شوي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۹ - ۱۱:۲۷
لوګر کې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې چارې کړندی شوي

۱۹  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۶ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق 
 د لوګر  ولایت د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم د غصب شویو ځمکو اړوند اتمه غونډه دائره کړه.ددې غونډې په ترڅ کې د دغه ولایت د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې غړو په داسې حال کې، چې چی د کمېټې رییس مولوی سیدامین هاشمي یې مشري کوله د برکې برک ولسوالی اړوند خاکي او چهلتن دښتو څخه لیدنه وکړه او دیادو دښتو کادستري نقشې یې وڅېړل.
د دغه سفر په لړ کې په یادو سیمو کې درې قطعې دولتي ځمکې تشخیص او تثبیت شوه چې ټول ټال ۱۹۰۰۴ جریبو ته رسېږي.، دیادولو وړ ده چې دغه تثبیت شوې ځمکه ټوله دولتي وه ، دا چې د سیمې خلکو او اوقافو ریاست په دویمه قطعه ځمکه ادعا درلوده، د ادعا د څېړلو په پار یې سندونه وغوښتل شول تر څو وڅېړل شي.
دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوه، چې د برکي برک ولسوالی ملکي او نظامي مسوولینو، علمای کرام، او قومي مشرانو هم ددغې کمېټې ملتیا کوله.
د سیې خلک د غصب مخنیو او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې غړو سره په لیدنه کې خوښي وښودل، او  د ملاتړ ترڅنګ یې د کمېټې له غړو وغوښتل، ترڅو عدل په پام کې ونیسې او ټولې دولتي ځمکې وڅېړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۰
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د شفتالو ملي کلکسیون لابراټواري ازموینې پیل شوې


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم د مسلکي مسؤلینو له لوري د شفتالو د ملي کلکسیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

سږ کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات څه باندې ۱۱۰زره ټنه اټکل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به د دې ولایت د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره متریک ټنو څخه. . .

بازگشت