دکانال ریاست: د سبو کرکېلي سره د کروندګرو اقتصاد ښه شوی

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۸ - ۱۵:۲۵
دکانال ریاست: د سبو کرکېلي سره د کروندګرو اقتصاد ښه شوی

۲۸ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۴ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي وایي، چې د یاد کانال په ډېره  ځمکه د سابه کرل شوي دي، چې ورسره ددې کانال اړوند د بزګرانو اقتصادي ودې زمینه برابره شوې ده.
د کانال ریاست چارواکي وایي: «د ننګرهارکانال په ځمکه د سبو کرکیلې دودېدو نه یواځې د کروند ګرو او خلکو اقتصاد پیاوړي کړي، بلکې په دې سبو د کابل په ګډون د یو شمېر نورو ولایتونو د سبو اړتیاوې یې هم پوره کېږي.»
دوی زیاتوی: «دلته ډېری خلک اوس د خپلو ځمکو نه د سالمو ګټو اخیستلو په موخه د سبو په کرکیلې بوخت دي او له همدې لارې خپله نفقه برابروي..»
 اوس د ننګرهارکانال په څلورګونو فارمونو کې د مالټې او خرماوو بڼونو ترڅنګ د غنمو، جوارو، شولو، او نورو کښتونو کروندې او دغه راز سابه هم کرل شوي دي، چې له برکته يې له یوې خوا د سبو په برخه کې د ننګرهاریانواړتیاوې کمې شوې او له بله پلوه بیا ورسره د کروندګرو اقتصاد هم ډېره وده کړې ده .

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په پنځم ملي او نړیوال صنعت او معدن نندارتون کې خپل تولیدات نندارې او پلور ته وړاندې کړل

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ پنځم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو، چې پکې د ننګرهار وادي کرنیز امارتۍ شرکت هم د خپلو معیاري او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱۳
Background image

د ولایتي پلاوي په ملتیا ولسوالیو ته د غزني د کرنې ریاست مشرتابه سفر؛ د کرنیزو ستونزو د حل او پراختیایي پروژو پر چټکتیا ټینګار وشو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس د غزني ولایت د والي ولي جان حمزه په مشرۍ د ولایتي پلاوي په ترکیب د ناور، اجرستان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱
Background image

کونړ ولایت کې د انټیروټوکسیمیا واکسین د تطبیق پروګرام پیل شوو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال صندوق په مالي. . .

بازگشت