میدان وردګو کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۱ - ۱۵:۷
میدان وردګو کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

۲۱ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۷ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د « AHF/OCHA» په مالي او د «People in need» په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د سید آباد ولسوالی ۱۳۵۰ کسانو ته د لنډ مهالې دندې زمینه برابره کړې ده.
د چارواکو په خبره یاد کسان د ۹۰ ورځو په ترڅ کې ددې ولسوالی اړوند ویالې، لښتۍ او کانالونه پاکوي او په ترڅ کې به دوی ته د میاشتې ۸۰ ډالره ورکول کېږي.
له دې پروژې برخمن شوي کسان خوښ دي، چې په خپلو سیمو کې ورته د کار زمینه برابره شوې ده او ترڅنګ یې د دوی د کرنیزو ځمکو خړوبولو په پار د دوی ویالې او کانالونه پاکېږي.
ددې پروژې د پلي کولو موخه خلکو ته دکار د زمینې برابرولو ترڅنګ د اوبو د ضایعاتو مخنیوی او کنټرول دی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت