ننګرهار کې پر ۲۳۰ ښځینه کروندګرو د شنوخونو اړونده توکي ووېشل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۱ - ۲۰:۵۷
CBARD

۱ زمری ۱۳۹۸
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په شپږو ولسوالیو «کوټ، اچین، شیرزاد، چپرهار، خوګیاڼی او روداتو» کې پر ۲۳۰ ښځینه بزګرانو د شنوخونو اړونده توکي وېشلي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي؛ د شنوخونو اړوند دغه وېشل شوي توکي، چې د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا « CBARD » په همکارۍ چمتو شوې دي پر هرې کروندګرې مېرمنې «دواپاش، کراچی، بېلچه، رمبه، قیچي، اوبه پاش، دست کشې، کوداله او داسې نور اړین توکي.» وېشل شوي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست وایي له ددغو توکو څخه برخمن شوي بزګرانې ته په کورنیو باغچو کې د سبو او ترکاریو د کرکېلي په هکله روزنه هم ورکړل شوې ده.

له یادو مرستو څخه موخه په دې ولایت کې د شنوخونو دودول د بېوزلو مېرمنو ملاتړ او د بزګرو کورنیو د عوایدو زیاتول دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت