د ځنګلونو او د نورستان ملي پارک د ساتنې چارو د ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوي کونړ او نورستان ولایتونو ته سفر وکړ

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۳۷
د ځنګلونو او د نورستان ملي پارک د ساتنې چارو د ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوي کونړ او نورستان ولایتونو ته سفر وکړ

۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یوه پلاوي، چې د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر، د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف او د څړځایونو د تنظیم رییس مولوي نصرالله مظهري په کې ګډون درلود، کونړ او نورستان ولایتونو ته سفر وکړ.
دغه سفر د لرګیو د لېږد د چارو د تنظیم، د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د ساتنې، د نورستان ملي پارک د خوندي سیمو د تنظیم او د دغه پارک سیلانیانو او لیدونکو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په موخه ترسره شوی دی.
یاد پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د ولایتونو له والیانو، د کرنې ریاستونو له رییسانو، سیمه‌ییزو مسؤلینو او د سیمې له اوسېدونکو سره لیدنې کړې او د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د ساتنې او د نورستان ملي پارک لیدونکو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې یې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه ترلاسه کړي دي.
د پلاوي غړو د سیمې اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ، چې د هغوی مطرح شوې ستونزې او وړاندیزونه به وڅېړل شي او د حل او رسېدنې په موخه به یې لازم اقدامات ترسره شي.


هیئت وزارت زراعت برای بررسی امور حفاظت از جنگلات و پارک ملی نورستان به کنر و نورستان سفر کرد
۱۰ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئتی از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مفتی ذاکرالله ذاکر رییس عمومی مالداری و صحت حیوانی، مولوی ضیاءالدین واقف رییس مالی و حسابی و مولوی نصرالله مظهری رییس تنظیم علفچرها، به ولایت‌های کنر و نورستان سفر کردند.
این سفر به‌منظور تنظیم امور انتقال چوب، حفاظت از جنگلات و منابع طبیعی، تنظیم ساحات حفاظت‌شده پارک ملی نورستان و فراهم‌سازی سهولت‌های بیشتر برای سیاحان و بازدیدکنندگان این پارک انجام شده است.
هیئت یادشده در جریان این سفر با والیان، رؤسای زراعت، مسوولان محلی و باشندگان محل دیدار کرده و مشکلات و پیشنهادهای آنان را در زمینه حفاظت از جنگلات و منابع طبیعی و فراهم‌سازی سهولت‌های بیشتر برای بازدیدکنندگان پارک ملی نورستان دریافت کرد.
اعضای هیئت به باشندگان محل اطمینان دادند که پیشنهادها و مشکلات مطرح‌شده بررسی شده و برای رسیدگی به آن‌ها اقدامات لازم صورت خواهد گرفت.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځنګلونو او د نورستان ملي پارک د ساتنې چارو د ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوي کونړ او نورستان ولایتونو ته سفر وکړ

۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یوه پلاوي، چې د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر، د مالي او حسابي رییس مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۱:۳۵
Background image

دمیدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالی کې دغنموننداریزه کرونده جوړه شوه

۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
 دمیدان وردګو ولایت دجغتو ولسوالی اړوند دګنډه کول په حوزه کې دیادې ولسوالی دکرنیزو خدمتونو عمومي مدیریت دمسؤلو کسانو لخوا د غنمو ننداریزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۱:۲۰
Background image

د روزګان په دهراود ولسوالی کې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «ان‌ارسي‌سي» مؤسيسې په تخنیکي او د خوړو نړۍوالۍ ادارې «اف‌اې‌او» په مالي همکارۍ،. . .

بازگشت