خوست کې د غواگانو د پوستکي ناروغۍ پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیلېږي

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۵ - ۱۶:۱۳
خوست کې د غواگانو د پوستکي ناروغۍ پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیلېږي


۲۵ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۱ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې (FAO) په همکارۍ ددې ولایت په کچه د غواګانو د پوستکي ناروغۍ یا Lumpy skin disease  پروړاندې د واکسینو کمپاین پیلوي.
د خوست دکرنې ریاست د چارواکو په خبره د یادې ناورغۍ واکسینونه ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په ۲۱ وټرنرانو وېشل شوي دي، چې د خوست ولایت په مرکز او درې ولسوالیو کې درې زره ډوزه واکسین پر غواوو پلي شي.
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري عبدالصمد محمدي وټرنرانو څخه غوښتنه وکړه چې یاد واکسین په منظم ډول په ټاکل شوي وخت کې تطبیق کړي.
هغه دغه راز د FAO همکاري مؤسسې د کارمندانو څخه هم مننه وکړه چې تل یې د خلکو سره په وخت او لازمه همکاري ترسره کړي ده او له دوی یې غوښتنه وکړه چې خپلې همکارۍ مو همداسې جاري وساتئ په ضمن کې دوی ته ډاډ ورکړل شوو چې د کرنې، اوبولګولو او مالدراۍ ریاست رهبري او کارمندان به د خپل وس او توان مطابق د دوی سره هر راز همکاري ترسره کوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

بازگشت