غزني کې پر یوشمېر مېرمنو د مربا او اچارو جوړولو توکي ووېشل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۰ - ۱۳:۸
غزني

۳۰ چنګاښ ۱۳۹۸
د کرنې، ابولګولو اومالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له خوا د بېوزله مېرمنو اقتصادي ودې او دوی ته په کور دننه دکار زمینې برابرولو په پار د غزنې ولایت پر یوشمېر مېرمنو د مربا او اچارو جوړولو توکي وېشل شوي دي.
دغزني د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دغو وېشل شویو توکو کې ۲۵ بېلابېل توکي شامل دي، چې د اچار او مرباو په جوړولو کې ورڅخه ګټه اخیستل کیږي.
د چارواکو په خبره په کورونو کې د اچار او مربا تولید ګټور کار دی، چې مېرمنو ته د کارې فرصتونو د برابرولو ترڅنګ د دوی په اقتصادي وده کې رغنده رول لري.
ددغو مرستو موخه د مېرمنو اقتصادي ملاتړ او د دوی د کورنیو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

باید وویل شي، چې له دغو مرستو څخه برخمن شوي مېرمنې د مربا او اچارو د جوړولو لارې چارې هم زده کړې ترڅو وکولای شي له دې لارې خپل عواید ډېر او خپل اقتصاد ته وده ورکړي.

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۴۲
Background image

د کابل د پراختیايي پلانونو په‌پار د شپږو ښارګوټو ځمکې ښاروالۍ ته وسپارل شوې

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې، په کابل ښار کې د پراختیايي پلانونو د پلي کولو او ښاري زېربناوو د پراختیا په موخه، د شپږو ښارګوټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۲
Background image

د ننګرهار وادي شرکت په فارمونو کې د غنمو د لو بهیر پیل شو

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په اړوندو فارمونو کې د غنمو د لو مراسم ترسره شول، چې پکې د یاد شرکت او بېلابېلو څانګو مسؤولینو ګډون کړی و.
په دغو مراسمو کې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۴۲
Background image

د کندهار بولدک کي د ځنګلي بوټو د ناقانونه پریکولو او انتقال مخه ونیول شوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر مشرۍ لاندي د سپین بولدک ولسوالی د ځنګلونو او څړځایونو د ساتني مسؤل او امنیتي مسؤلینو سره په کډه همکاری د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کي. . .

بازگشت