‎ننګرهار؛ په ۱۵۰ بزګرانو د جوارو تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۲ - ۸:۴۱
‎ننګرهار؛ په ۱۵۰ بزګرانو د جوارو تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شول

 

‎د ننګرهار د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د« UNDP» مؤسسې په مالي لګښت او د افغانستان لپاره د هالنډ کميټې په تخنیکي همکارۍ د دې ولایت د سپین غر ولسوالی د 6 شوراګانو 150 تنه بزګرانو ته د جوارو هایبریډ تخمونه، کیمیاوي سرې، دوا پاش او کرنیز وسایل د یوې غونډې په ترڅ کې د ننګرهار د کرنې ادارې د مرستیال قاري فضل الرحمن صادق له لوري ووېشل شول.
‎په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار دکرنې ادارې مرستیال بزګرانو ته د تخمونو په کر، د وسایلو څخه په سمه توګه ګټه اخیستل او د سرو او نباتي درملو د استعمال په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
‎ همدا راز د UNDP او د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې څخه یي په نورو ولسوالیو کې د ورته پروژو د تطبیق غوښتنه وکړه.
‎د یادونې وړ ده، چې پدغه غونډه کې د UNDP استازي، د سویډن کميټې استازي، د ولسوالی مرستیال، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون درلود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت