لوګر کې یوشمېر بزګرانو د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې په برخه کې وروزل شول

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳۱ - ۱۴:۳۸
لوګر کې یوشمېر بزګرانو د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې په برخه کې وروزل شول

۳۱غبرګولی ۱۴۰۱ ه‍.ش ۲۲ ذوالقعده ۱۴۴۳ ه‍.ق د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «Rop_AMP» مؤسسې په همکارۍ یوشمېر بزګران د کرنیزو محصولاتو بازارموندنې او له زردالو د کشتې جوړولو لارې چارې وښودل شول. ددې روزنیز پروګرام په پیل غونډه کې د لوګر دکرنې رییس مولوی سید امین هاشمي، د لوګر دکرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر محمد رفیع ابراهیمي، د«Rop_AMP» مؤسسې ولایتي مسوول محمد دین مومند، کارکوونکو، د پلازمینې څخه راغلی استازی او د لوګر ولایت یوشمېر بزګران ګډون کړی وو. په پیل کې د لوګر دکرنې رییس د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، چې په دغه پروګرام کې مو څه زده کړل تر کلیو اوبانډو یې خپلو بزګرانو ته ورسوئ، تر څو د بزګرانو د پوهې کچه لوړه شي. دغه راز د«Rop_AMP» مؤسسې ولایتي مسوول محمد دین مومند، ګډون والو ته په خطاب کې وویل، چې له هرې لارې خپلو هېواد والو ته خدمت کوو او هڅه مو دا ده، چې په لوګرکې بزګرانو ته بڼونه جوړ کړو، او بزګرانو ته د بازار موندنې لارې چارې زده کړه. په همدې حال کې، د کابل څخه راغلی پلاوی ګډونوالو ته د مېوو ساتلو او زردآلو څخه د کشتې جوړولو اړونده هراړخیز معلومات وړاندې کړل او د کشتې جوړولو عملي غرفه یې جوړه کړه، ترڅو بزګران پرې پوه او د محصولاتو څخه د کشتې جوړولو طریقه زده کړي، ترڅو یې په خپلو کلیو کې عملي کړي او له کمو حاصلاتو ډېر پیسې لاسته راوړي. د«Rop_AMP» مؤسسه، په لوګر ولایت کې د بڼوالۍ او بزګرانو ته د څاڅکې اوبوخور سیستم جوړولو په برخه کې فعالیتونه کوی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت