بغلان کې د پيازو سږني حاصلات ډېر شوي دي 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۷/۸ - ۱۰:۶
بغلان کې د پيازو سږني حاصلات ډېر شوي دي 

۸ /تله/۱۴۰۰ هـ.ق
٢٣/صفرالمظفر/ ۱۴۴۳ هـ.ق
د ا.ا.ا د بغلان د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د پيازو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله ۲۰ سلنه زیات شوي دي.
د بغلان ولایت د کرنې، مالدارۍ ،عشر او زکات کمېسیون مشر قاري محمد نعیم "همکار" د پیازو دسږني تولید د زیاتوالي اصلي لاملونه د بزګرانو ښې تجربې ترلاسه کول، د ياد ریاست کارکوونکو له خوا بزګرانو ته د پيازو د کرکېلي نوې لارې چارې ښودل او د پیازو اصلاح شوي تخمونو ته د بزګرانو لاس رسى  بولي.   
د محمد نعیم "همکار" په خبره بغلان د پيازو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې ولایت کې د پيازو د ترویج په برخه کې اغېزناکې چارې تر سره شوي دي.
ښاغلی همکار د پیازو د ټیټې بیې په هکله وویل، چې په همدې شپو او ورځو کې د بغلان ولایت مرکز پلخمري په ښار کې یومن پياز په ۹۵ تر ۱۲۰ افغانیو پلورل کېدل، خو سږکال هر من یې له ۵۵ نه تر ۶۵ افغانیو خرڅېږى، چې دا د بزګرانو لویه اندېښنه ده.
د ياد رياست مشر وايې، چې تېرکال د بغلان ولایت په۲۰۵۰ هکټاره ځمکه پياز کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه ۷۴ زره او ۲۴۰ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شوې وه، خو سږکال یې حاصلات تر ۲۰ سلنه زیات شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۵:۳۶
Background image

د کرنې وزارت او «افغان‌اېډ» نړۍوالې مؤسسې ترمنځ د ۳۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او «افغان‌اېډ» نړۍوالې مؤسسې ترمنځ د ۳۴ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک، د کرنې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۴۰
Background image

غزني کې د پنځو زرو نیالګیو د کېنولو او ۱۵ لویو شنو خونو د جوړولو په اړه خبرې وشوې

۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمداسماعیل شکیب، د چاپېریال ساتنې مؤسسې او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یوان‌ډي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

بادغیس کې پر ۷۸۰۰ بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «هلپ جرمني» او «رازي» مؤسسو په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو او. . .

بازگشت