د کرنې وزیر د نړیوال بانک چارواکو سره د «EATS» پروژې پر فعالیتونو خبرې وکړې

naim.rezai
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۲ - ۱۵:۵
د کرنې وزیر د نړیوال بانک چارواکو سره د «EATS» پروژې پر فعالیتونو خبرې وکړې

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي د کرنې په وزارت کې د نړیوال بانک د پروژو مسوول اما‌ن‌الله علم‌زی او ددې بانک له یوشمېر نورو چارواکو سره، د ویډیو کنفرانس له لارې د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې «EATS» د فعالیتونو په هکله خبرې وکړې.
د ویډیو کنفرانس له لارې په دې کتنه کې د کرنې، وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال شېرشاه امیري او د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې چارواکو هم ګډون درلود.
په دې کتنه کې دواړو خواوو دهغو پروژو په هکله خبرې وکړې، چې د نړیوال بانک په ملاتړ د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې له خوا پلی کېږي. دغه راز په دې کتنه کې د یادې پروژې پر وړاندې پر شته ستونزو او ننګونو هم خبرې وشوې او ترڅنګ یې د اصلاح شویو تخمونو وېش، د چکډمونو او د اوبو زېرمنو جوړول، د اوبولګولو پروژې او نورو هغو پروژو چې د  «EATS» پروژې له خوا پلي کېږي پرې خبرې وشوې.
په دې کتنه کې، ټاکل شوې موخې ته د رسېدنې په پار د پروژو پر وخت او مؤثر پلي کېدو باندې ټینګار وشوه.
د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژه، چې د نړیوال بانک له خوا تمویل او د افغانستان حکومت له خوا پلي کېږي د کرونا وبا منفي اغېزو سره د مبارزې په پار رامنځته شوې ده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۱۱
Background image

د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور تولیدوونکو او متشبثینو لپاره ځانګړی فرصت!

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست تاسو ته بلنه درکوي، چې د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په پنځه دېرشم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

بازگشت