هلمند کې د غنمو د مورني تخمونو د پروسس چارې پیل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۳ - ۱۶:۱۴
۲۳ چنګاښ ۱۳۹۸ د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د هلمند د کرنې ریاست اړوند د بولان په څېړنیز فارم کې د غنمو د مورني تخمونو دتولید په موخه ۱۴ ډوله مورني تخمونه کرل شوې وه، چې اوس یې د پروسس لړۍ پیل شوې ده. د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د کروندو ارزونې ښه یې، چې سږ کال به له دغو کروندو څخه ۱۲ مټریک ټنه د غنمو مورني تخمونه تولید شي. ښاغلی الکو زیاته کړه، چې په دې ولایت کې د غنمو د اصلاح شوي تخمونو د تولید په موخه د غنمو ۱۴ بېلابېل ډولونه یا ورایټۍ کرل شوې وه، چې له دغو غنمو څخه به کابو ۱۲ مټریک ټنه د غنمو مورني تخمونه تر لاسه شي. دهغه په خبره د غنمو دغه مورني تخمونه به دهغو شرکتونو په واک کې ورکړل شي، چې د اصلاح شوي تخمونو د تولید په برخه کې د فعالیت جواز لري. په هلمند کې د غنمو د اصلاح شوي تخمونو په تولید سره یاد ولایت د تصدیق شوي تخمونو له اړخه ځان بساینې ته نږدې کیږي. د هلمند دکرنې رییس وایي دوی هلې ځلې کوي، چې په هلمند ولایت کې د بېلابېلو نباتاتو تخمونه اصلاح او تکثیر کړي تر څو د بزګرو کرنیز محصولات د کمیت او کیفیت له پلوه ښه او د بزګرو او ځمکوالو د اقتصادي ودې لامل شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د پکتیکا په ۱۶ ولسوالیو کې د میږو او وزو د  طاعون  ناروغۍ ضد د ۱۱۲ زره ډوزه واکسین کمپاین پیلېږي

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته دملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌ای‎‌او» له لوري د مالدارۍ د ودې او د څارویو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د کونړ په پنځو ولسوالیو کې ۲۵۰ ښځو ته د مرخیړیو د تولید کیټونه ووېشل شول

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌ای‎‌او» په مالي او  د افغانستان د کلیو د بیارغونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

ننګرهار کې پر یوشمېر راستنو شوو کورنیو د چرګانو د روزنې وسایل ووېشل شول

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د مدیریت، پرمختګ او نوښتونو «اومید» مؤسسې له لوري د جلال‌اباد ښار د اتمې ناحیې. . .

بازگشت