د چوپړتیاوو پروخت وړاندې کولو او د پروژو پر پلي کېدو د کرنې وزیر ټینګار

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۱۳:۱۷
د چوپړتیاوو پروخت وړاندې کولو او د پروژو پر پلي کېدو د کرنې وزیر ټینګار

۲ چنګاښ ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه، ددې وزارت د مرستیالانو او یوشمېر رییسانو په ګډون په لاره واچول شوه او پر بېلابېلوموضوعاتو خبرې اترې او پرېکړې وشوې.
په دې غونډه کې د کرنیزو پروژو د پلي کوونکو پر ستونزو خبرې وشوې او پریکړه وشوه، چې اړوندو چارواکو د قانون پر اساس دې یادو ستونزو هوارولو په پار لاس په کارشي. دغه راز په دې غونډه کې له یو ولایت څخه نورو ولایتونو ته د زعفرانو پر لېږد هم خبرې وشوې.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي سپارښتنه وکړه، چې ښکېلو اړخونو سره په ګډه د زعفرانو سکټور په برخه کې شته فرصتونه او ننګونې په اساسي ډول ورازول شي او ددې سکټور د پیاوړتیا په پار لاډېر فرصتونه رامنځته شي.
د یادو موضوعاتو سربېره، په دې غونډه کې د کارکوونکو د تبدیلی پر غوښتنو، ژر تر ژره د یوشمېر ستونزو هوارولو او د کارکوونکو د سوپر اسکیل پر سهمیې هم خبرې وشوې او پرېکړه وشوه، چې د سوپر اسکیل د موثریت او معقولیت د زیاتوالی په پار دې د کرنې په وزارت کې یو نوی کړن لاره جوړه شي. دغه راز په دې غونډه کې د بزګرانو ستونزې هم مطرح شول، د کرنې وزیر سپارښتنه وکړه، چې امکاناتو ته په کتو دې ژر تر ژره دا ستونزې هوارې شي.
په دې غونډه کې پر یوشمېر نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې. د کرنې وزیر ټینګار وکړ، چې د هېواد په کچه د پروژو پر پلي کېدو او د چوپړتیاوو پر وخت وړاندې کولو په پار دې پاملرنه ډېر شي

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۳:۳۱
Background image

پکتیکا کې د ځنګلونو د بیا رغونې په پار د چهارمغزو او سرسبزۍ پروژه عملي کېږي


۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمریت لپاره د ځنګلونو د بیا رغونې په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۳:۲۹
Background image

د هلمند مارجې ولسوالی کې د څه باندې څلور کیلومتره کانال د پاکولو چارې پیل شوې


۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  په هلو ځلو، د سیمې د اوسیدونکو د اړتیا او غوښتنې په اساس، ددې ریاست اړوند قدرتي سرچینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۳۰
Background image

د نیمروز ولایت د کرنې ریاست کې سکټوري غونډه ترسره شوه


۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د نیمروز ولایت د کرنې او کلیو پراختیا او بیارغونې سکټوري غونډه په داسې حال کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس، د‌ اقتصاد، کلیو. . .

بازگشت