ننګرهار کې د هېواد په کچه د کبانو د دانې تولید کارخونه پرانيستل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۱۶:۵۷
ننګرهار کې د هېواد په کچه د کبانو د دانې تولید کارخونه پرانيستل شوه

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۰
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د لومړي ځل لپاره په دې ولایت کې د حبیب حسام شرکت په نوښت، د هېواد په کچه د څه باندې يو ميلیون امريکايي ډالرو په پانګونې د کبانو د دانې توليدي کارخونې په فعاليت پيل وکړ، چې په يو ساعت کې د شل ټنه دانې د تولید ظرفيت لري او په دې سره به د کبانو روزونکو د خوراکې په برخه کې ستونزې هوارې شي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار مرستیال والي پوهنوال ببرک میاخېل وویل، چې په ننګرهار کې د کبانو روزونکو د دانې په برخه کې خورا ډېرې ستونزې لري، خو ددی کار خونې په فعالېدو سره به د هغوی ستونزې هوارې شي.
میاخېل دا کار خونه د ددې سکټور د پیاوړتیا لپاره یو ستر ګام وباله او په خپله برخه کې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.
مرستیال والي پر نورو پانګوالو غږ وکړ چې، د حبیب حسام شرکت په څېر دې په ننګرهار کې پانګونه وکړي ترڅو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس انجنیر انعام الله صافی وویل، چې د چرګانو د سکټور دپیاوړتیا ترڅنګ دکبانو د سکټور پیاوړتیا د کرنې ریاست له لومړیتوبونو څخه دي او دې برخې ته به لا ډېر کار وکړو ترڅو پرځان بسیا شو.
د ننګرهار د کرنې رییس وویل، هېواد ته د کال زرګونه ټنه د کبانو غوښه له بهرنیو هېوادونو واردېږي، چې ورسره میلیونه ډالر له هېواده بهر ځي.  دهغه په خبره په دې برخه کې پانګونه هېواد ځان بسیاینې په لور بیایي.
صافي وویل د کبانو د بچیو د تولېد په موخه یې د عبدالخېلو په فارم کې د کبانو د تکثیري فارم جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او کومې هیچرۍ، چې په ټپه ولاړې دې د هغو د فعالولو لپاره هم هڅې روانې دي.
انعام الله صافی وویل: «وړاندې تر دې د کرنې ریاست د خپلو همکارو پروژو په مرسته د حبیب حسام شرکت ته د چرګانو د دانې د ټسټ لپاره یو مجهر لابراتوار جوړ کړې وه او په راتلونکې کې به له دوی سره له نږدې کار کوو ترڅو د کبانو د داني د لامعیاري کولو لپاره هم لابراتوار جوړ کړي.»
دغه راز د حبیب حسام شرکت د دانې د برخې مسول ډاکتر داد محمد درمل وویل، چې حبیب حسام شرکت په درې برخو هیچرۍ یا یورځنیو چرګوړو تولید، د هګيو چرګانو روزنه او د دانې تولېد په برخه کې کار  کوي، چې له نېکه مرغه  اوس یې د کبانو د دانې د تولید برخه هم فعاله کړه، چې ورسره به د هېواد په کچه د کبانو روزونکو یوشمېر ستونزې هوارې شي.
درمل وویل، چې یاده کار خونه په ساعت کې د ٢٠ مټریک ټنه دانې د تولید وړتیا لري، چې په کې به ٤٠  تنو ته مستقیم او تر ډېرو کسانو ته په غیر مستقیمه توګه د کار زمینې هم برابرې شي .

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

بازگشت