کندهار کې ۴۸۰ زره څارويو د طبق ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو

qiam_amin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۹:۲۶
کندهار کې ۴۸۰ زره څارويو د طبق ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو

۱۹ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالی همکارۍ، د دغه ولایت په مرکز او۱۹ ولسوالیو کې پر شاوخوا ۴۸۰ زره غټو او کوچنیو شخوند وهونکو څارویو د طبق «اف‌ام‌ډي» ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو.

د یاد کمپاین په ترڅ کې به د کندهار ولایت په مرکز او ۱۹ ولسوالیو کې ۲۰۰ زره  غټ شخوند وهونکي څاروي (غواګانې) او ۲۸۰ زره کوچني شخوند وهونکي څاروي (پسونه او وزې) د طبق ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي.

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» له لوري د طبق ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول په موخه د غټو او کوچنیو څارویو لپاره د «اف‌ام‌ډي»  واکسین مرسته شوې وه.

طبق «اف‌ام‌ډي» یوه ساري ویروسي ناروغي ده، چې غټ او کوچني شخوند وهونکي څاروي پرې اخته کېږي او د څارویو روغتیا، تولیداتو او د مالدارانو پر اقتصاد ناوړه اغېز کوي. د دې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین تطبیق د ناروغۍ د خپرېدو په مخنیوي او د څارویو د روغتیا په ساتنه کې مهم رول لري.

تمه ده، چې د دغه واکسین کمپاین په بشپړېدو سره به د کندهار ولایت د ګڼ شمېر څارویو روغتیا خوندي، د حیواني محصولاتو تولیدات زیات او د مالدارانو اقتصادي وضعیت پیاوړی شي. همدارنګه، د کمپاین په ترڅ کې به مالدارانو ته د حیواني ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۹:۲۶
Background image

کندهار کې ۴۸۰ زره څارويو د طبق ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو

۱۹ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالی همکارۍ، د دغه ولایت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۹:۲۴
Background image

بغلان کې زرګونو څارويو د طبق ناروغۍ ضد واکسین کمپاین پیل شو

۱۹ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د بغلان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالی همکارۍ، د دغه ولایت په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۹:۲۲
Background image

بغلان ولایت کې پر ۲۱۰۰ مالدارانو د خوراکي توکو او نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شوه

۱۹ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د بغلان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ټولنیز ترویج «اس‌اویو» مؤسسې له لوري، چې مالي ملاتړ یې د ملګرو ملتونو د خوړو. . .

بازگشت