هرات کې په څه باندې اته زره او ۳۰۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکې ووېشل شول
۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰
د هرات، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په همکارۍ ددې ولایت پر ۸۳۷۵ وچکالۍ ځپلو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشلي دي.
دا خوراکي توکي د سیمه ییزو چارواکو له خوا د زنده جان، کهسان، کشک کهنه، ارسکن، ګلران، کرخ او پشتو زرغون په ولسوالیو کې وېشل شوي دي.
دغه راز د انجیل او ګذرې ولسوالیو پر یوشمېر بزګرانو ۱۰۰ دانې سیلوګانې هم وېشل شوي دي.