پکتيا کې د تېلي نباتاتو ۵۰ ننداريزې کروندې جوړېږي

naim.rezai
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۳ - ۱۱:۳۳
پکتيا کې د تېلي نباتاتو ۵۰ ننداريزې کروندې جوړېږي

۱۳غبرګولی ۱۴۰۰
د پکتيا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې دتېلي نباتاتو د کرکېلي د پراختیا او د تولید زیاتوالي په پار د تېلي نباتاتو ۵۰ ننداریزې کروندې جوړوي. یاد ننداریزې کروندې، چې په کې  لمرګل، شړشم او سويابين شامل دي د پکتيا ولايت په مرکز او ولسواليو کې جوړېږي.
د پکتيا د کرنې رييس محمد دين مومند وايي، چې د دغو ننداريزو کروندو د جوړولو په پار پر يوشمېر بزګرانو د يادو نباتاتو تخمونه او کيمياوي سرې وېشل شوي دي.
د دغو ننداریزو کروندو د جوړولو موخه د صنعتي او تېلي نباتاتو دودول او دغه راز د نویو بوټو پېژندل دي، چې تر دې دمه بزګران د یادو نباتاتو له کرکېلي او تولید سره بلد نه دي.
د یادو ننداریزو کروندو په جوړولو سره، د برخمن شویو بزګرانو ترڅنګ نور بزګران هم کولی شي، چې د یادو بوټو د کرکېلي او روزنې لارې چارې زده کړي.
یاد ننداریزې کروندې په داسې حال کې جوړېږي، چې تر دې وړاندې د پکتيا د کرنې ریاست له خوا د روزنیزو پروګرامونو په لاره اچولو سره لېوال بزګران په خپلو ځمکو کې د تېلي نباتاتو د کرکېلي او حاصل ټولولو په پرخه کې روزلي دي.
د پکتيا د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست په پام کې لري، چې د منظمو ترویجې او تشویقي برنامو په لاره اچولو سره په دې ولایت کې د یاد ارزښت لرونکو نباتاتو د تولید او پروسس صنعت پیاوړي کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا د کرنې ریاست تخنیکي ټیم د هلتو مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وکړه

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تخنیکي ټیم برمل او ګیان ولسوالیو کې د هلتو مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وکړه او د یادې مؤسسې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۳:۱
Background image

د پکتیا دکرنې رییس د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې چارواکو سره وکتل

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سیدامین هاشمي په داسې حال کې، چې ددې ریاست یوشمېر نورو چاروکو هم شتون درلود د افغانستان. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

کندهار کې د نیالګیو روزنځایونو او سبو څخه څارنه او د مورنیو تخمونو نمونې واخیستل شوې

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د سوېل لوېدیځ زون د تخمونو تصدیق ورکولو امریت کارکوونکو لخوا، په کندهار ولایت کی د. . .

بازگشت