پکتيا کې د تېلي نباتاتو ۵۰ ننداريزې کروندې جوړېږي

naim.rezai
Thu, Jun 03 2021 11:33 AM
پکتيا کې د تېلي نباتاتو ۵۰ ننداريزې کروندې جوړېږي

۱۳غبرګولی ۱۴۰۰
د پکتيا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې دتېلي نباتاتو د کرکېلي د پراختیا او د تولید زیاتوالي په پار د تېلي نباتاتو ۵۰ ننداریزې کروندې جوړوي. یاد ننداریزې کروندې، چې په کې  لمرګل، شړشم او سويابين شامل دي د پکتيا ولايت په مرکز او ولسواليو کې جوړېږي.
د پکتيا د کرنې رييس محمد دين مومند وايي، چې د دغو ننداريزو کروندو د جوړولو په پار پر يوشمېر بزګرانو د يادو نباتاتو تخمونه او کيمياوي سرې وېشل شوي دي.
د دغو ننداریزو کروندو د جوړولو موخه د صنعتي او تېلي نباتاتو دودول او دغه راز د نویو بوټو پېژندل دي، چې تر دې دمه بزګران د یادو نباتاتو له کرکېلي او تولید سره بلد نه دي.
د یادو ننداریزو کروندو په جوړولو سره، د برخمن شویو بزګرانو ترڅنګ نور بزګران هم کولی شي، چې د یادو بوټو د کرکېلي او روزنې لارې چارې زده کړي.
یاد ننداریزې کروندې په داسې حال کې جوړېږي، چې تر دې وړاندې د پکتيا د کرنې ریاست له خوا د روزنیزو پروګرامونو په لاره اچولو سره لېوال بزګران په خپلو ځمکو کې د تېلي نباتاتو د کرکېلي او حاصل ټولولو په پرخه کې روزلي دي.
د پکتيا د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست په پام کې لري، چې د منظمو ترویجې او تشویقي برنامو په لاره اچولو سره په دې ولایت کې د یاد ارزښت لرونکو نباتاتو د تولید او پروسس صنعت پیاوړي کړي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS