هرات کې لومړنی مدرن او معیاري مسلخ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۱۵:۳۱
نخستین مسلخ معیاری و مدرن حیوانات در هرات به بهره‌برداری سپرده شد

۱۲ غبرګولی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري او د هرات والي سید وحید قتالي له خوا په دې ولایت کې لومړنی مدرن اومعیاري مسلخ یا«د څارویو د حلالې کار ځای» ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
ددې مسلخ د ګتې اخیستنې په پار جوړه شوې غونډه کې، د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري وویل: «د هرات مسلخ د اسیايي پراختیايي بانک په مالي مرسته د شپږ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت په ۲۵ جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده.»
ښاغلی غفوري وویل، چې یاد مسلخ په یوه کاري شفت کې د ۵۰۰ وزو او پسونو او ۱۰۰ غواوو د ذبح کولو ظرفیت لري. دغه مسلخ نه یواځې د غوښې او اړونده فرعي  محصولاتو د کیفیت او ارزښت د لوړوالي لامل کېږي بلکې کارموندنه هم ورسره پراختیا مومي.
د هرات مسلخ په عصري تکنالوژیو سمبال شوې ده، چې بېلابېلې برخې لکه له ذبحې مخکې د څارویو د څارنې او ارزونې  لپاره ځای؛ د پسونو، وزو او غواوو د پروسس ځانگړي لیکې؛ د اضافي محصولاتو  لپاره ځانگړي ځایونه؛ د غوښې او فرعي محصولاتو د ساتلو لپاره سړې خونې؛ د غوښې د معاینې لابراتوار، د قرنطین او د انسینیراتور برخې؛ د اړینو اسانتیاوو سره اداري تعمیر او د کارکوونکو لپاره اړینې څانګې؛ د غوښې د لېږد په پار یخچال لرونکي موټرونه او د څارویو د لېږد په پار موټر، سړکونه، د موټرو تم ځای، د ناپاکو اوبو د تصفیې سیسټم، جنراتور او د لومړنیو روغتیایي مرستو خونه سولر واټر هیټر او شنه سیمه لري.
 د دغو مسلخونو جوړول د قصابیو په خوندیتوب، چاپېریال ساتنې او د غوښې صادراتو ته د زمینې برابرولو په برخه کې رغنده رول لري.
هرات د هېواد یو کرنیز ولایت دی، چې د کرنیزو محصولاتو او مالدارۍ تولیداتو په برخه کې ښه ځای لري.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۵۶
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو ورکشاپ پیل شو

۱۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه‌ورځنی ورکشاپ، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو د څه باندې ۵۰ تنو رییسانو په ګډون، پیل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۵۵
Background image

د کرنې وزارت پلاوي د جوزجان د کرنې ریاست د عوایدو وضعیت وڅېړه

۱۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس په مشرۍ یو پلاوی، د عوایدو او عایداتي سرچینو د وضعیت د هر اړخیزې ارزونې په موخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۱۴
Background image

د ننګرهار اچین کې د ځنګلونو د ساتنې او غیرقانوني قطعې د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

۱۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د اچین ولسوالی د ځنګلونو مدیریت مسؤلینو د اچین ولسوالی د عبدالخیلو کلي له قومي مشرانو. . .

بازگشت