هلمند کې د شاتو تولیدات په زیاتېدو دي

content_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۴ - ۱۵:۱۴
هلمند کې د شاتو تولیدات په زیاتېدو دي

۴ غبرګولی ۱۴۰۰
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د شاتو مچیو روزنې صنعت د پراخېدو او د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په پار یې د شاتو مچیو روزونکو سره په ګډه هڅې پیل کړي دي، ترڅو په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې صنعت ته وده او پراختیا ورکړي، ددغو هڅو په پایله کې ددې ولایت د شاتو د تولیداتو کچه څه باندې ۳۵ ټنو ته ورسېد.
هلمند کې د شاتو مچیو روزلو کاروبار په غوړېدو دی، چې دا مهال سلګونه کسان پکې په کار بوخت دي او له همدې لارې خپله حلاله نفقه لاسته راوړي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې په دې ولایت کې د شاتو د تولیداتو کچه کال تر بلې زیاتېږي، دهغه په خبره تېرکال ددې ولایت د شاتو د تولید کچه ۲۴.۵ ټنه وه، چې سږکال به دا شمېره ۳۵.۷ ټنو ته لوړه شي.
ښاغلی الکو وویل، چې دهلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا بزګرو ته نږدې 400 بابه د شاتو مچیو فارمونه جوړ شوي دي، چې د هرکال په تېرېدو سره یې مچۍ او د شاتو تولید په زیاتېدو دي.
دا مهال ددې ولایت فارمونو کې ۱۳ زره او ۱۲۰ صندوقه مچۍ تر روزنې او پالنې لاندې دي.
ددې ولایت د شاتو مچیو  فارم لرونکو ته د کرنې ادارې د کارمندانو لخوا لارښوونې کېږي، ترڅو په فني او مسلکي توګه خپلې چارې مخته یوسي.
د هلمند ولایت د شاتو مچیو فارم لرونکي هم وایي، د شاتو په تولید کې یې هرکال زیاتوالی راځي، چې سږکال هم د تېر کال په پرتله د شاتو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.  
دهلمند ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې په 1398 کال کې د هلمند په کچه ۱۷.۵ ټنه، په ۱۳۹۹یم کال کې ۲۴.۵ ټنه شات تولید شوي و او په روان ۱۴۰۰ کال کې به ددې ولایت د شاتو د تولید کچه ۳۵.۷ مټریک ټنو ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هلمند د کرنې ریاست لخوا په دې ولایت کې د شاتو مچیو د کاروبار د لا پراختیا په پار د روزنیزو پروګرامونو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې له دوی سره مرستې اوهمکارۍ شوي دي.
په هلمند کې د شاتو مچیو د روزنې زمینه مساعده ده او دا مهال په دې ولایت کې یوشمېر کسانو شاتو مچیو روزلو ته مخه کړي، چې دلته یې روزنه وکړي او ترې ښه عسل تر لاسه کړي.
په دې لړ کې سلګونه کسانو ته د کاروبار زمینه برابره شوې ده او تر ډېره یې اقتصاد ورسره ښه شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې سږکال د هلمند ولایت کرنې ریاست لخوا، له لغمان ولایت څخه ۲۵زره اصله د بیرو نیالګي را انتقال او تر روزنې لاندې نیول شوي دي. د نوموړو نیالګيو ګل د مچیو لپاره بهترینه خواړه بلل کېږي، چې له مخې به یې راتلونکي کې د بېرې شات هم په دې ولایت کې تولید شي .

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت