د کرنې مارکیټ د بنسټ پروژه(AMIP)

mail-admin

تمویل کوونکی:                     آسیایي پرمختیایي بانک

موده:                               2009-2018

بودجه:                             41 ملیونه امریکایي ډالر

د پروژې موخه:        د کرنې په سکټور کې د پرمختګ زیاتوالی

د پروژې محصول:                 د مالدارۍ او بڼوالۍ تولیداتو د مارکیټ پرمختګ او موثره ول

 

د پروژې موخې:

  1. د عصري مسلخونو جوړول  
  2. د بڼوالۍ محصولاتو د پروسس او بسته بندی مرکزونو جوړول  
  3. د کرنیزو محصولاتو  د سټندردونو او لوایحو د جوړولو  په اړوند لازمې تخنیکي مرستې برابرول

 

 د کرنې د مارکیټ د بنسټ پروژې پانګونه به هغه تشې او کمزورۍ تر یوه بریده ډک کړي چې، د تولیداتو د کیفیت، بازارموندنې او د کورنیو او سیمه ییزو مارکیټو د غوښتنو د پوره کولو په برخه کې موجودې دي. 

د کرنې د مارکیټ د بنسټ پروژه د مالدارۍ او بڼوالۍ محصولاتو د بازار موندنې په برخه کې پانګونه کوي، د پروژې لخوا برابرې شوي اسانتیاوې  د کرنیزو او مالدارۍ اړوندو محصولاتو د تجارتي کولو لپاره کارول کیږي.

د دې پروژې په اډانه کې به په ۷ کرنیزو زونونو کې د بڼوالۍ محصولاتو د پروسس او بسته بندي په پار ۱۹ مرکزونه جوړیږي. د نوموړو مرکزونو عملیاتي مدیرت خصوصي شرکتونو یا کوپراتیفونو ته سپارل کیږي.   

انتخاب شوي کوپراتیفونه او شرکتونه به د نوموړو مرکزونو د چلونې، مدیریت، بازارموندنې او د حاصلاتو له ټولولو څخه وروسته د بڼوالۍ د محصولاتو د پروسس او بسته بندی او همدارنګه په نوموړو مرکزونو کې د شته ټکنالوژۍ سره د بلدتیا او کار اخستنې په پار اړینې روزنې ترلاسه کړي.

د مالدارۍ په برخه کې د زیربناوو د جوړولو او پراختیا په پار د هېواد په څلورو ولایتونو «کابل، هرات، بلخ او کندز» کې د پنځو عصري مسلخونو د جوړولو چارې رواني دي.

د دې چارو ترڅنګ یاده پروژه اړوندو ادارو سره تخنیکي مرسته کوي ترڅو هغه اړین اصول، مقررات، لوایح او سټندردونه ترتیب او جوړ کړي کوم چې، د بڼوالۍ محصولاتو د بازارموندنې د پراختیا لپاره او همدارنګه د نړیوال سوداګریز سازمان (WTO) د غړیتوب د تر لاسه کولو لپاره اړین بلل کیږي.

 

د کرنې د مارکیټ د بنسټ د پروژې اساسي برخې:

  1. مسلخونه:

پنځه عصري مسلخونه په «هرات، بلخ او کندز» ولایتونو کې یو یو مسلخ او په کابل ولایت کې دوه عصري مسلخونه د جوړېدو په حال کې دي.

د مسلخونو د جوړولو سیمې د ترسره شویو سروې ګانو د پایلو او د ځمکو د انتخاب لپاره د ټاکل شویو معیارونو پر اساس لکه د حیواناتو د تولید مرکزونو ته نږدیوالی، د مارکیټ اړتیا، تخنیکي فکټورونه لکه د چاپریال پاکوالی، د ځمکې موجودیت، اقتصادي او مالي لاملونه او همدارنګه د مسلخونو د عملیاتي ثبات پر اساس ټاکل شوي دي.

 

نوموړي مسلخونه  په «Modular » بڼه په دولتي او یا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پر خالصه ځمکو جوړیږي. د مسلخونو عملیاتي مدیریت دعامه او خصوصي مشارکت (Public-Private-Partnership) د قانون په رڼا کې خصوصي سکټور ته سپارل کیږي.

دغه مسلخونه هر یوه یې په یوه کاري شفت کې د ۵۰۰ اوزو او پسونو او ۱۰۰ غواوو د ذبح کولو ظرفیت لري. دغه مسلخونه نه یواځې د غوښې او اړونده فرعي  محصولاتو د کیفیت او ارزښت د لوړوالي سبب کیږي بلکې کارموندنه هم ورسره پراختیا مومي.

هر یوه مسلخ به پر ۲۵ جریبه (۵۰۰ زره مربع متره) سیمه کې جوړیږي او لاندې اسانتیاوې برابروي:

 

  • له ذبحې مخکې د څارویو د څارنې او ارزونې  لپاره ځای
  • د پسونو، اوزو او غواوو د پروسس ځانگړي لیکې
  • د اضافي محصولاتو  لپاره ځانگړي ځایونه
  •  د غوښې او فرعي محصولاتو د ساتلو لپاره سړې خونې
  • د غوښې د معاینې لابراتوار، د قرنطین او د انسینیراتور برخې
  • د اړینو اسانتیاوو سره اداري تعمیر او د کارکوونکو لپاره اړینې څانګې
  • د غوښې د لیږد په پار یخچال لرونکي موټرونه او د څارویو د لیږد په پار موټر
  • سړکونه، د موټرو تم ځای، د ناپاکو اوبو د تصفیې سیسټم، جنراتور او د لومړنیو روغتیایي مرستو خونه
  • سولر واټر هیټر او شنه سیمه

 

 

  1. د بڼوالۍ محصولاتو د پروسس او بسته بندي کوچني مرکزونه:

د یادولو ده چې، د دې پروژې په اډانه کې په اوو ولایتونو «کابل، کندهار، هرات، ننګرهار، بلخ، کندز او پکتیا» کې د بڼوالۍ محصولاتو د پروسس او بسته بندي په پار ۱۹ کوچني مرکزونه جوړې شوي دي. د پروسس او بسته بندی دغه مرکزونه هر یوه یې پر ۱۵۰۰ مربع متره ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول د دولتي او یا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پر خالصه ځمکه کې د تولید مرکزونو ته نږي جوړي شوي دي او لاندې اسانتیاوې لري.

 

د بسته بندي خونه: د بڼوالۍ محصولاتو د مینځلو، وچوولو، درجه بندی او بسته بندی برخې لري چې، ټولې چارې یې د کیفیت او حفظ الصحې له پلوه د ملي او نړیوالو معیارونو په رڼا کې ترسره کیږي او ورځنۍ ظرفیت یې ۷ مټریک ټنه ده.

  • د مېوو او سبو وچوونکي: په صحي توګه د بڼوالۍ محصولاتو د وچوولو په پار کارول کیږي، دغه وچوونکي دستګاوې د لمر د وړانګو په ذریعه لاسته راغلې تودوخه د باد پکو په واسطه چې، د لمریز برېښنا پر مټ کارکوي په خوزښت راولي او په دې ډول مېوه او سابه په صحي ډول وچووي. دغه وچوونکي دستګاوې هر یوه یې په درېوو ورځو کې ۲۵۰ ګرامه تازه مېوې او سابه وچولای شي.
  • زېرمه تون: د لږ وخت لپاره د محصولاتو د زېرمه کولو په پار کارول کیږي چې، کابو ۱۵ مټریک ټنه ظرفیت لري.
  • په مرکزونو کې نور شته اسانتیاوې: اداري دفترونه، د ساتونکو خونه، سولر واټر هیټر، د اوبو زېرمه، د ناپاکو اوبو زېرمه، د لمریزې برېښنا د تولیدولو او زېرمه کولو سیسټم او جنراټور.

د پورتنیو مرکزونو تر جوړېدو وروسته به په هېواد کې د بڼوالۍ محصولاتو د پروسس او بسته بندي د معیاري کولو په برخه کې د پام وړ مثبت بدلونونه را منځ ته شي، د حاصلاتو له ټولولو څخه وروسته د ضایعاتو د کچې د ټېټولو سبب او د بڼوالۍ محصولاتو د تولید کوونکو د اقتصادي پراختیا لامل به شي. همدارنګه د پورتنیو مرکزونو په جوړولو سره به د بڼوالۍ محصولاتو صادرول وده او پراختیا ومومي.   

 

نوموړي مرکزونه  د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت پر ځمکو باندې جوړیږي او  عملیاتي مدیریت به یې د کوپراتیفونو او شرکتونو لخوا ترسره کیږي. د کوپراتیفونو انتخاب د محصولاتو د لوړ تولید، د غړو شمېر، مالي ظرفیت او تخنیکي وړتیا په بنسټ تر سره کیږي.

 

 غوره شویې کوپراتیفونه او شرکتونو به د پروژې لخوا د بازارموندنې او د مرکزونو څخه د ښه ګټې اخستنې په اړوند اړینه روزنه  ترلاسه کوي. همدانګه پروژه به هلې ځلې وکړي تر څو د تولید کوونکو، کوپراتیفونو او سوداګرو ترمنځ اړیکې ټینګې شي.

 

  1. د بڼوالۍ محصولاتو  د سټندردونو او لوایحو د لا ښه والي لپاره لازمې تخنیکي مرستې برابرول:

په ټولیزه توګه پروژه پدې اړوند په لاندې درېوو برخو کې تخنیکي مرستې تر سره کوي:

  • د حیواني، نباتي او انساني حفظ الصحې د قوانینو ( WTO SPS Agreement) په رڼا کې د مقرراتو او اوصولو پراختیا او رامنځته کول
  • اړوندو  ادارو سره  د« WTO » د غړیتوب د ترلاسه کولو په موخه پوهاوی او تخنیکي مرسته ورکول.
  • د Codex Alimentarius مقرراتو په رڼا کې د بڼوالۍ محصولاتو د سټندردونو پراختیا او ترتیبول.  په دې برخه کې د بڼوالۍ ۹ محصولاتو لپاره چې، عبارت دي له:
  1. انار
  2. پسته
  3. پوست لرونکي بادام
  4. پوست شوي بادام
  5. زردآلو
  6. اشتک (وچ شوی زردآلو)
  7. د غوښې د غټو پرې شویو ټوټو
  8. د غوښې د وړو پرې شویو ټوټو
  9. او د حلال محصولات سټندرد

 

پورته ذکر شوي سټنډردونه ترتیب او د سټنډردونو د ملی اداری د تخنیکی کمیټې لخوا تایید او د ملي سټنډرډونو  په حیث منل شودي.

دا پروژه ختمه شوې ده.