د غنمو ملي پالیسۍ پیاوړتیا په پار مشورتي ناسته په لاره واچول شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۱ - ۱۶:۴۰
برگزاری نشست مشورتی برای غنامندی پالیسی ملی گندم

۱۱ وری ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت؛ د کرنې وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، ددې وزارت مرستیال شېرشاه امیري، یوشمېر ولایتي رییسانو، د ترویج کارکوونکو او د کرنې سکټور متخصصینو په شتون کې د غنمو ملي پالیسۍ پیاوړتیا پر څرنګوالي د خبرو اترو په موخه یوه ناسته په لاره اچولې ده.
ددې غونډې په پیل کې ښاغلی احدي، پر غنمو د څېړنې، د تولید زیاتوالی، د کیفیت لوړول، د اړتیا کچه، واردات او د غنمو د پېر-پلور د بازار په هکله خبرې وکړې، وویل: «د کرنې کاري سیمه پراخه ده، تر ټولو لویه برخه یې تولید په ځانګړې توکه د غنمو تولید دی. دا ناسته هم په همدې موخه په لاره اچول شوې ده، چې ټول نظرونه مطرح شي او د غنمو جامع پالیسۍ جوړ شي، ترڅو موږ یې کابینې ته وړاندې کړو او تایید شي.» دکرنې وزیر دې ته په اشارې سره، چې هر کال پر بزګرانو زرګونه ټنه د غنمو تخم او کیمیاوي سرې وېشل کېږي زیاته کړه، اړتیا ده، چې په دې برخه کې لا هم ډېر کار ووشي. هغه وویل: «ددې سربېره چې هرکال د غنمو تخم او کیمیاوي سرې وېشو، خو په دې برخه کې لاهم باید کارووشي، دا غونډه په لاره اچول شوې ده، چې نظرونه وړاندې شي ترڅو ښه او ټول شموله پالیسۍ جوړ شي، د تولید، اړتیا او بیې په برخو کې پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شي. دغه راز په نویو کرنیزو توکو، تجربو او د ګاونډیو هېوادونو د تولید وضعیت باندې ستاسو نظرونه اوتجربې اړین دي. خپل نظرونه وړاندې کړئ، تولید، مصرف او نور اړخونه یې باید په پام کې ونیول شي، ترڅو مسوده جوړه شي، تاسو کولی شئ ووایئ، چې زموږ اتکا په اوبه، تخم، خاوره، نوې کرنیزې ټکنالوژۍ او یا په نورو برخو کې وي، د محصولاتو د مدیریت څرنګوالی هم مهم دی.»
دغه راز په دې ناسته کې د کرنې وزارت د ترویج لوی رییس عبدالصبور رحماني وویل: «تمرکز پر جامع او ټول شموله پالیسۍ ده، ترڅو د ټولو نظرونه راټول شي، ستاسو د ټولو نظرونه مهم دي او باید خپل نظرونه وړاندې کړئ، په افغانستان کې ټول په دې فکر کې ده، چې باید د دولت له خوا ټولې چارې تر سره شي، په دې طرحه کې به په غیر متمرکز سیسټم تمرکز وکړو ترڅو په ولسوالیو کې په مناسب وخت کې بزګرانو ته تخم ورسېږي او د دولت به تمه نه وي.»
د تولید عوامل، د ترویجي فعالیتونو پلي کول، د غنمو پروسس او زېرمې، د تولید د عواملو ننګونې هغه مهم موارد دي، چې د نن او سبا په غونډه کې پرې خبرې کېږي او په دې پالیسۍ کې ورته ځآی ورکول کېږي.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۲۵
Background image

کندز کې د کوچنیو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په همکارۍ، په دې ولایت کې د کوچنیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

تخار ولایت ته سفر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاٰءالله عمري، د یوه پلاوي په مشرۍ چې په کې مفتي محمد ذاکر د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۹
Background image

ارزګان کې ۱۵۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « په کرنه او مالدارۍ سکتور باندې د اقلیمي بدلون سره د سازښت ریاست» د خپل کلني پلان له مخې، د. . .

بازگشت