لوګر کې د مڼو او شفتالو متراکمو بڼونو د جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۰/۱/۷ - ۹:۱
لوګر کې د مڼو او شفتالو متراکمو بڼونو د جوړولو چارې پیل شوې

۷ وری ۱۴۰۰
د لوګر ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژې «HVCDSP» په همکارۍ ددې ولایت په مرکز او درېوو ولسوالیو کې د مڼو او شفتالو د ۴۲ جریبه متراکمو بڼونو د جوړولو چارې پیل کړي دي.
د لوګر د کرنې ریاست چارواکي  وايي، چې یاد۴۲ جریبه بڼونه د لوګر ولایت مرکز پل علم او ددې ولایت په محمدآغې، خوښۍ او څرخ ولسوالیو کې جوړېږي.
د چارواکو په خبره د یو جریب متراکم بڼ د جوړولو لپاره هر بزګر ته ۶۳۰ نیالګي او کیمیاوي سره ورکړل شوي دي او په نږدې راتلونکي کې به د یادو بڼونو پر بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي هم ووېشل شي.
د مڼو متراکمو بڼونو څخه موخه له کمې ځمکې لوړ او باکیفیته حاصل اخیستل دي. متراکم بڼونه د نوې ټکنالوژۍ یو ډول دی، چې د نورو عادي بڼونو په پرتله يې د تولید کچه څو برابره زیاته ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۹:۹
Background image

د هېواد بزګرانو او مالدارانو ته د چوپړتیاوو وړاندې کولو په پار دکرنې وزیر هڅې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د هېواد د بزګرانو، مالدارانو او نورو هېوادوالو د ستونزو د حل په موخه د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له لسګونو اوسېدونکو سره په کتنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۳:۱۴
Background image

د کندهار ریګستان کې پاکستان ته د شملغې بوټو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۰ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سرحدي ریګستان ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د یادې ولسوالۍ په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۹:۵۹
Background image

د خوست اسمعیل خېلو او مندوزیو کې لسګونه بزګران روزل کېږي

۱۰ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبو لګوبو او مالدارۍ ریاست افغانستان لپار د ناروې کمېټې په تخنیکي همکارۍ د سمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالی یوشمېر بزګرانو ته. . .

بازگشت