کونړ کې د لیمو ۵۰ جریبه بڼونه جوړېږي

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۶ - ۱۴:۴
کونړ کې د لیمو ۵۰ جریبه بڼونه جوړېږي

۶ کب ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژې (HVCDSP) له خوا د کونړ ولایت په درو ولسوالیو کې د لیمو ۵۰ جریبه نوي بڼونه جوړېږي.
د لیمو یاد ۵۰ جریبه بڼونه د اسیايي پراختیایي بانک (ADB) په مرسته د دوه میلیونه او ۵۰۷ زره او ۵۵۰ افغانیو په لګښت د کونړ ولایت په درو ولسوالیو کې جوړېږي.
د یادو بڼونو د جوړولو په پار د کونړ ولایت په درو ولسوالیو کې د شرایط وړ بڼوال انتخاب شوي، چې د بڼونو جوړولو تر څنګ پر دغو بڼوالو کیمیاوي سرې او کرنیزې بستې هم وېشل کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۳:۲
Background image

لغمان کې د څه باندې ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د ۳۰۰ جریبه جبه‌زاره ځمکو د اصلاح پروژه پیل شوه

۱۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې له لارې، د لغمان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د مهترلام ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۳:۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳۵ میلیونه ډالرو په لګښت د ۱۰ چکډېمونو او دوو کانالونو د جوړولو چارې روانې دي

۱۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ولایت په شپږو ولسوالیو کې د اوبو د مدیریت، د باراني اوبو د مهار او زېرمه کولو او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د شاوخوا یو میلیون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني کې د شاړو ځمکو د ابادولو او کرنیزو فعالیتونو د پراختیا هڅې ګړندۍ شوې

۱۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د شاړو ځمکو د ابادولو، د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا او د خصوصي پانګونې د هڅونې په موخه خپلې. . .

بازگشت