د نیالګیو اېښودو او ونو خوندیتوب له ګټو سره اشنا شئ

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۵ - ۱۴:۵۰

لومړی برخه
ونه د طبیعت د ښکلا تر ټولو غوره ملاتړ کوونکی دی. دغه راز د ودانۍ او زرغونتیا الګو او د ژوند، د هوا د پاکوالي او دخلکو د سوکالۍ او ارامتیا او د طبیعت د پاکوالي او ښکلا لامل دی.
د ونو او نیالګیو ګټې
ددې لپاره چې د ونو او نیالګیو اېښودو پر اهمیت پوه شئ او د طبیعت په خوندیتوب او د انسانانو په ژوند کې یې پر ونډه خبر شئ، د ونو او نیالګیو اېښودو یوشمېر ګټې درته وایو
۱-د طبیعت ښکلوونکی
له ونو پرته ژوند او طبیعت، دواړه ناانډوله او بدرنګه کېږي. د انسانانو په ژوند او د طبیعت په صحنه کې د نو او ځنګلونو شتون، د ښکلا، ښادۍ، زرغونتیا، سوکالۍ، پاکۍ او طراوت لامل کېږي.
۲- د انسانانو او حیواناتو د ژوند اصل
ونې او نیالګي د ځمکې نبض دي او د انسانانو او حیواناتو او حتا د یوشمېر ګیاوو د حیات اصل دي، ځکه چې نیالګي او ونې د سیمې د ګازاتو له ډلې کاربن ډای اکسایډ او د اکسیجن تولید، چې د انسانانو او حیواناتو له اساسي اړتیاوو څخه دی، د انسانانو د ژوند د دوام او د طبیعت د چرخې د سلامتیا لامل کېږي. د نیالګیو کموالۍ او د ځنګلونو له منځه وړل په ځانګړې توګه د لوګیو او ماشیني ژوند په دې عصر کي، د انسانانو او حیوانانو د نسل د انقراض لامل کېږي.
۳- د حیواناتو د تغذیې سرچینه
د ونو او نیالګیو پاڼې او ښاخونه د څارویو او کله ناکله د انسانانو د تغذیې مهمه برخه جوړوي او د انسانانو د مصرفي غوښو په تولید کې(له ګیاوو څخه د حیواناتو په تغذیې سره) لومړنی ونډه لري.
۴- د لرګیو په صنعت کې ترې ګټه پورته کول
د ونو لرګي، د لرګیو په صنعت کې کارول کېږي او د انسانانو د ژوند د اړتیاوړ توکو د برابرولو په برخه کې رغنده رول لري.
۵- د خاورې د فرسایش مخنیوی
نیالګي او ونې کولای شي، چې د کرنیزو خاورو د فرسایش مخه ونیسي او د سېلابونو راوتو په صورت کې د کرنیزو ځمکو د خوندیتوب لامل شي.
۶- د اوبو او هوا تعادل برابرول
نیالګي د آب‌وهوا په بدلونونو او د دوی ترمنځ د اعتدال په رامنځته کولو کې رغنده رول لري. د ځنګلونو رامنځته کول او پراختیا نه یوازې دا چې د اوبو او هوا پر لړۍ اساسي اغېزې لري، ترڅنګ یې د الوتونکو، څارویو او نورو اهلي او وحشي حیواناتو په حشر او نشر او په ټوله کې د طبیعت د چرخې په تعادل کې رغنده ونډه لري.
۷- د ګیاوو په وده کې اغېزه
د ونو او نیالګیو رېښې او سیورې، د هغو ګیاوو د خوندیتوب او ودې په برخه کې، چې په خپله نه شي کولای د اوبو د جذبولو لپاره خپلې رېښي د ځمکې اعماقو ته ورسوي او یا په ګرمو موسمونو کې د لمر د مستقیمو وړانګو ځواک او تحمل ونه لري او یا د تندو بادونو او بارانونو پر وړاندې د مقاومت توان ونه لري، رغنده اغېزې لري.
۸- د مني په موسم کې د ونو له پاڼو او ښاخونو بزګران او بڼوال هم لازمې ګټې پورته کوي.
د مني په موسم کې د ونو له رژېدلو پاڼو څخه کولی شو چې «ابر سره» متراکمه سره، چې توره خاوره (کرنیزه خاوره) نومیږي جوړ کړو. دا ماده د خاورې په واسطه د اوبو د ساتنې کچه لوړوي. هوموس، د خاورې معدني مواد هم جذبوي، او د دوی د له منځه تلو مخه نیسي. په همدې موخه هوموس له خاورې سره یوځای کوي، ترڅو د ګیاوو د ودې په پار اړین مغذي مواد برابر کړي.
۹- دعطرو او درملو جوړول
له ډېر پخوا راهیسي، ونې او نیالګي د عطرو، درملو او حتا یوډول چسپ د جوړولو په موخه کارول کېږي، د بېلګې په توګه د عفوني ضد تر ټولو غوره درمل د سدر او سنځلو له ونو، د وېښتانو تر ټولو غوره رنګ د حنا له ونې، تر ټولو غوره خوشبو کوونکي مواد د عرعر له ونې او په هغو کارخونو کې چې غواړي د خپل تولید ظرفیت لوړ کړي د ستړیا له منځه وړلو لپاره تر ټولو غوره عطر د سروې له ونې څخه جوړېږي.
۱۰- د خاورې تولید، خوندیتوب او فرسایش سره مبارزه
ونه، نیالګي او په ټوله کې ځنګلونه د ونو د پاڼو او ښاخونو په ملتیا سره د بادونو د سرعت کچه ټيټوي او رېښې یې خاوري خوندي ساتي او د خاورې د فرسایش مخه نیسي. د ځنګلونو په منځ کې د ارامې هوا له وجې تبخیر ډېر لږ دی، او د خاورې د وچېدو ګواښ چې د فرسایش د پیل مهمه برخه دي، له منځه ځي.
۱۱- د مېوې ونه
د ډېرو ونو مېوې د انسانانو او حیواناتو د استفادې وړ دي، په داسې ډول، چې د انسانانو په تغذیې او د اړتیا وړ ویټامینونو په برابرول کې مهمه ونډه لري. د ګیاوو ګټې او ګیاوو خوړل په طبي او حتیا دیني لارښوونکي ډېر توصیه شوي دي.
۱۲- د انسانانو تفریح ځای
د ښار زرغون او سمسورو سیمو پراختیا، د هوا د ککړتیا د کچې ټېټولو ترڅنګ د هېوادوالو د تفریح سرچینې هم جوړوي، چې د ښاروندۍ د ژوند له اړینو برخو څخه دی. زرغون چاپېریال د بېلابېلو ککړو هوا له ډېلې د هوا ککړتیا، د غږ ککړتیا، د تودوخې ټېټېدل، د نسبي رطوبت زیاتوالی او د دوړې اوخاورې د جذب لامل کېږي او په ښارونو کې د زرغون چاپېریال شتون په ښاري او صنعتي ټولنه کې د انسانانو د ژوند د تحمل لامل کېږي.
د تودوخې کموالي، د نسبي رطوبت زیاتوالی او د خاورې او دوړو په جذب کې د زرغون چاپېریال ونډه
د نورو ګیاوو په پرتله زرغون چاپېریال د ونو د پاڼو د پراخوالي په نسبت کولی شي، چې د نسبي رطوبت د زیاتوالي، د تودوخې د کچې ټیټوالي او د هوا د پاکلوالي لامل شي. ونې او نیالګي د تودوخې کچه ټیټوي، هوا په خوزښت راولي او د هوا د وچوالي مخه نیسي.
لکه څنګه چې پوهېږو شنه چاپېریال بېلابېلې ښې ګڼې لري. خو تر ټولو مهمې ښې ګڼې یې د چاپېرال د شرایطو ښه کول، د هوا د ککړتیا د کچې ټیټول، په چاپېریال کې د اوبو پر چرخه مثبته اغېزه او د ځمکې لاندې اوبو د کیفیت ښه کول دي.
۱۳- د یوې سیمې د اوبو او هوا پر بدلون اغېزه
د ګیاوو په ځانګړې توګه د ځنګل شتون د چاپېریال د حرارت په بدلون کې رغنده رول لري او د ځمکې فصلي او ورځنۍ تودوخه متعادل کوي، چې د اوبو او هوا د اعتدال لام کېږي، ځکه په اوړی کې د لمر د تودوخې یوه اندازه انرژۍ جذبوي او د تودوخې د کچې د ټیټېدا لامل کېږي او په ژمي کې د تودوخې د له منځه تلو مخه نیسي.
۱۴- د هوا په پاکوالي کې اغېزه
په ټولیزه توګه، شنه ګیاوې او زرغون چاپېریال د هوا کاربونیک ګازونه، چې د ژوندیو موجوداتو د تنفس، کیمیاوي معاملو او د ککړ چاپېریال په پایله کې هوا سره ګډېږي جذبوي، او د اکسیجن ګاز چې د ژوندیو موجوداتو لپاره یوه حیاتي ماده ده، بېرته ورکوي. په ټولیزه توګه ۶۰ سلنه مصرفي اکسیجن د زرغون چاپېریال په وسیله برابرېږي؛ په همدې موخه د هوا پاکوالۍ او د ژوندیو موجوداتو د اړتیا وړ اکسیجن برابرول د زرغون چاپېریال او ځنګلونو مهمې ګټې دي.
۱۵- د اوبو خوزښت ته نظم ورکول
ځنګلونه د هوا رطوبت او باران جذبوي، خوارې ته د اوبو د ننوتلو چارې اسانه او د اوبو چینو او ویالو ته ډېره ګټه رسوني. دغه راز په طبیعت کې د اوبو د خوزښت په نظم کې رغنده رول لوبوي.