د حیواني روغتیا ریاست څخه د کرنې وزیر لیدنه: د حیواني روغتیا د چوپړتیاوو د ښه والي زمینې ارزول

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۱۴:۳۹
دیدار وزیر زراعت از ریاست صحت حیوانی: بررسی زمینه‌های بهبود خدمات صحت حیوانی

۲۲ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، په دارالامان کې د حیواني روغتیا ریاست څخه لیدنه وکړه. ددې لیدنې موخه، د یادې برخې د کار ښه والي په پار د ستونزو اورېدل او د اړتیاوو پېژندل وه.
د کرنې وزیر د یاد ریاست له لابراټوارونو، بانک او واکسین ادارتو او نورو برخو څخه لیدنه وکړه، او له اړوندو چارواکو څخه د ستونزو، اړتیاوو او د چارو د ښه والي په پار پوښتنې وکړې.
د حیواني روغتیا ریاست چارواکو خپلې لاسته راوړنې، پلانونه او ستونزې وړاندې کړل. هغوی د خپلو ستونزو په هکله وویل، چې ددې ریاست یوشمېر کارکوونکي د ډکټرا او ماسټرۍ تر کچې زده کړي کړي او مسلکي دي، خو د دوی بستونه نه دي لوړ شوي. دغه راز دوی زیاته کړه، چې د ګمرکونو په قرنطین اسټیشنونو کې، خلک په لږو معاشونو ګمارل شوي دي، په داسې حال کې، چې له یادو مرکزونو څخه د ښو پایلو ترلاسه کولو په پار باید مسلکي خلک او په لوړو معاشونو وګمارل شي.
تر دوی وروسته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، د حیواني روغتیا ریاست چارواکو ته وویل، چې د شرایطو د ښه والي په پار دې خپل پلانونه تنظیم او خپلې اړتیاوې وړاندیز کړي.
دغه راز د کرنې وزیر د حیواني واکسینونو د ترزیق او تولید په برخه کې د حیواني روغتیا ریاست ته دنده ورکړه، ترڅو د اړتیاوو د ارزونې ترڅنګ، باید روښانه کړي، چې د واکسین د تولید او یا پېر چارې په کوم ډول او له کوم هېواد څخه په ټیته بیه تمامېږي، ترڅو له دې وروسته د یوې اسانې برنامې پر اساس، حیواني واکسینونه چمتو او ترزیق شي.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د رهبرۍ، د کرنې او مالدارۍ خونې او د افغانستان د چرګانو روزنې ټولنې ترمنځ غونډه ترسره شوه

۱۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د کرنې او مالدارۍ خونې او د افغانستان د چرګانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۴۲
Background image

کاپیسا کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۱۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د خپل کلني پلان له مخې، د هېواد په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د ۲۳مې ویالې د ۵۲۰ شمېرې سیفون د بیارغونې چارې پیل شوې

۱۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د څلورم فارم اړوند د بټي کوټ ولسوالی په لوړتۍ سیمه کې د ۲۳مې ویالې د ۵۲۰ شمېرې سیفون د بیارغونې چارې پیل شوي، چې. . .

بازگشت